مونتهنګرو: د امريکا پر سفارت حمله کوونکي د ځان وژنې يادښت درلود
د پوليسو يوه چارواکي د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګې ته وويل، دغه يادښت شپږ مخونه لري. په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.
د مونتهنګرو څارنوالان او پوليس وايي، دغه سړى داليبور يوکاويچ نومېږي. د چارواکو په وينا دى مخکې د پخوانۍ يوګوسلاويا د پوځ پخوانى سرتېرى و.
تر دې مخکې چارواکو ويلي وو چې يوکاويچ د ناټو ضد احساسات درلودل.
هغه د ٢٠١٧میلادي کال په مې مياشت کې په خپله فېسبوک پاڼه کې ليکلي وو چې مونته نګرو ته په کار نه ده چې ناتو تاييد کړي.
دغه کوچنى اروپايي هېواد تېر کال د ناټو غړى شو.