د سوریې دولتي رسنۍ: اسرائیل دمشق ته نږدې راکټي بریدونه کړي
دې رسنۍ دا هم ویلي چې د سوريې دولتي پوځیانو لږ تر لږه دوه راکټه دفع کړي دي.
سنا خبري اژانس اعلان کړی چې دا برید د دمشق جنوب ته نږدې په کیوسه ښار کې شوی او دوه ملکیان پهکې وژل شوي دي.
اخوا د سوريې د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی چې د مې په اتمه هغه راکټ اندازونه او انبارونه هدف ګرځول شوي چې احتمالاً د ایران په سپاه پاسداران پورې تړلي او نهه کسان پهکې وژل شوي دي.
معلومه نهده چې وژل شوي کسان ایرانیان دي که نور څوک.
د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې په سوریه کې د ایراني پوځیانو د نامنظمو فعالیتونو په خبرېدو د ګولان په ارتفاعاتو کې د بلنداژونو، دفاعي ځواک پیاوړتیا او د اضافي سرتېرو تنظیم ته وهڅول شول.