IPL:نن ممبي اینډينز او کلکته کینګ نایټ رایډرز ټیمونه لوبه کوي
دا سیالي به د افغانستان پر وخت د ماښام اووه بجې د کلکتې په لوبغالي کې ترسره شي.
د تېرې شپې په لوبه کې بیا راجستان رایالز او پنجاب لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د سیالي ټاس رایالز لوبډلې وګاټه او خپله يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه، دوی په ټاکلو شول اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې ۱۵۹ منډو هدف وټاکه.
افغان توپ اچونکي مجیب ځدراڼ چې په دې سیاليو کې د پنجاب لوبډلې برخه ده په دې سیالۍ کې دوه مقابل لوبغاړې وسوځول او په دې سره يې په روانو سیالیو کې د ویکټو شمېر ۱۴ ته ورسېده.
مجیب ځدراڼ اوس مهال د «ای. پي. ایل» سیالیو د غوره توپ اچوونکو په ډله کې درېیم ځای لري.
د سیالۍ په دوهمه پاڼۍ کې د پنجاب لوبډلې لوبغاړي په ټاکلو شلو اورونو کې ایله د ۱۴۳ منډو په کولو وتوانېدل او سیالي يې وبایلله.
د یادولو وړ ده چې اوس مهال د دې سیالیو په جدول کې سن رایزر حېدراباد د ۱۶ نومرو په لرلو لومړی چینايي سوپرکینګ لوبډله د ۱۴ نومرو په لرلو دوهم، پنجاب لوبډله د ۱۲ نومرو په لرلو درېیم او د کلکتې لوبډله د ۱۰ نومرو په خپلولو سره څلورم ځای لري.