د اسیا کپ سیالیو په لړ کې نن پاکستان او هندوستان سیالي کوي
په روانو سیالیو کې دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې له هانګ کانګه ګټلي او دوهم پړاو ته يې لاره پیدا کړې ده.
پاکستان او هندوستان چې سیاسي اړیکې يې د کشمیر په لانجمنه سیمه له ډېر پخوا راهیسې خړې پړې دي، په کرکټ يې هم اغېز شته.
د دواړو هېوادونو په رسنیو کې سر له اوسه د دې سیالۍ په اړه ګرم بحثونه روان دي.
دواړه لوبډلې په وروستي وار په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په چمپینز ټرافۍ په پایلوبه کې مخامخ شوې چې یاده سیالي پاکستانۍ لوبډلې وګټله.
تېره ورځ د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو له مینه والو سره د ښې لوبې کولو ژمنې وکړې.
دغه سیالي چې د افغانستان پر وخت درې نیمې بجې د متحده عربې اماراتو په دُبۍ لوبغالي کې پیلېږي، د راپورونو په اساس، ټول ټکټونه يې پلورل شوي دي.
د اسیا کپ په سیالیو کې دواړه هېوادونه ۱۲ ځلې سره مخ شوي چې ۶ لوبې يې هندوستان ۵ پاکستان او یوه لوبه د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې ده.
د دې سیالیو شپږمه لوبه چې سبا به ترسره شي، افغانستان او بنګله دېش د سیالۍ ډګر ته وځي.
دواړو لوبډلو خپلې لومړنۍ لوبې له سریلانکا څخه ګټلي او دوهم پړاو ته يې لاره پیدا کړې ده.