د اسیا د ۱۹ کلنو کرکټ جام سیالۍ نن په بنګله دېش کې پیل شوې
په دغه جام کې د افغانستان په ګډون ۸ لوبډلې شاملې دي چې په دوو ګروپونو وېشل شوې دي.
افغانستان په الف ګروپ کې خپله لومړنۍ لوبه له متحده عربي اماراتو او دوهمه لوبه نیپال او درېيمه له هند سره کوي.
افغانستان تېرکال په پایلوبه کې پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د دغه جام اتلولي خپله کړې وه او سږ کال به له خپلې اتلوالۍ دفاع کوي.