په تېرو ۳ میاشتو کې ۲۱۷ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیول شوي
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د درې میاشتني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل، په تېرو درېیو میاشتو کې دې مرکز ته (۱۵۹) قضیې له (۲۱۷) تورنو کسانو سره رسېدلې دي.
په دې ډله کې (۴۸) کسان یې هغه مهال نیول شوي چې غوښتل یې نشه يي مواد د کابل هوايي ډګر له لارې ډهلي، دُبۍ او سعودي عربستان ته قاچاق کړي.
ښاغلی موحد وايي، په دې موده کې په لسګونو کیلو ګرامه نشه يي مواد هم نیول شوي دي.
دی زیاتوي:
"د (۱۵۹) جرمي قضیو په تړاو (۳۸۰) کیلو ګرامه هیروئین، (۸۹۸) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۸۰۰) کیلو ګرامه چرس، (۴۹) کیلو ګرامه شیشه، (۵۸۲۹) ليټره الکولي مشروبات، (۹۹۵) ټابلېټ (K) ګولۍ او (۱۴) ټنه خاشخاش هم نیول شوي دي."
د یادونې وړه ده چې په دې درېیو میاشتو کې ابتدائیه محکمې (۲۲۸) قضیې او استېناف محکمې (۱۴۴) قضیې څېړلي او په تورنو کسانو یې حکم صادر کړی دی.