د سمنګان چارواکي: هڅه کوو څو ۶۰ موټر چلوونکي راخوشې کړو
د سمنګان په دره صوف کې پرون د سکرو ډبرو د لاریو ۶۰ چلوونکي او د هغوی ۶۰ «کلینران» طالبانو له ځانه سره بیولي وو چې بیا یې ۶۰ تنه خوشې کړل.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، لا هم نیمايي موټر چلوونکي له طالبانو سره دي:
"۶۰ کسه موټر چلوونکي اوس وخت د دره صوف پایین ولسوالۍ په مقصود کلي کې له طالبانو سره دي. خبرې روانې دي چې د قومي سپینږیرو او د سیمې د خلکو په منځګړیتوب دا کسان هم راخوشې شي."
تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم وسلهوالو طالبانو د سرپل - بلخ له لویې لارې ۲۵ تنه له ځانه سره بیولي وو چې تر اوسه یې برخلیک نهدی معلوم.
د افغانستان دفاع وزارت بیا وایي چې د لویو لارو د امنیت د تأمین لپاره جدي کار کوي او هر چېرته چې وسلهوال مخالفین مزاحمت جوړوي، پر ضد یې ځانګړي عملیات کوي.