د افغانستان د فوټسال ملي ټیم نن له ایران سره لوبه کوي
د فوټسال فدراسیون مطبوعاتي دفتر لیکلي، افغان ټیم داسې وخت له ایران سره لوبه لري چې وار له مخهیې خپله پرونۍ لوبه له ترکمنستانه په لوړ امتیاز ګټلې ده.
افغان ټيم د یکشنبې په ورځ ترکمنستان ته پنځه ګولونه ورکړل.
د افغانستان لپاره د یکشنبې په لوبه کې حسن علي جعفري، فرزاد محمدي، مرتضی حیدري، داوود یوسفي او حمید حسیني ګولونه ووهل.
د فوټسال دا لوبې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسیايي جام لپاره د غوره ټیمونو د وتلو په خاطر د ازبکستان په کوربهتوب پيل شوي دي.