په کندز کې د بادامو په حاصلاتو کې ۴۰ سلنه زیاتوالی راغلی
د نوموړې ادارې د کرنیزو چارو امر عبدالمجید حافظ د بادامو د حاصلاتو د زیاتوالي عمده لامل له بڼوالو سره د بڼوالۍ په برخه کې هر اړخېزې مرستې او د اصلاح شویو نیالګېو وېشل په ګوته کوي.
نوموړی وايي:
"د کندز د چهاردرې، قلعۀزال، دشتارچي، امامصاحب، علياباد او خاناباد ولسوالۍ د بادامو د حاصلاتو ډېره برخه جوړوي، ځکه په یادو ولسوالیو کې په پراخه پیمانه د بادامو باغونه موجود دي."
په ورته وخت کې د کندز بڼوال هم وايي چې پهدې وروستو کلونو کې د کرنیزو چارو متخصصینو له دوی سره خپلې تجربې شریکې کړي دي چې له املهیې د دوی په حاصلاتو کې د پام وړ ښه والی راغلی.
د نورو کرنیزو حاصلاتو ترڅنګ بادام د کندز له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه شمېرل کېږي چې هرکال ډول ډول تولېد شوي بادام د هېواد نورو ولایتونو او دغه راز بهرنیو هېوادونو ته صادروي چې له کبله یې بزګران او دولت ورڅخه ښه عواید ترلاسه کوي.