د ارزګان د ښاروالۍ ریاست عواید زیات شوي
د یادې ادارې مشر نعمتالله بختیار نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل چې تر دې وړاندې د یادې ادارې عواید ښه نهو، خو د یوې نوې تګلارې، شفافیت، د ښاریانو عامه پوهاوی او تر څنګیې د پنځو کلونو پاتې مالیه راټولول هغه لاملونه دي چې عواید ورسره زیات شوي دي.
ښاغلي بختیار وویل چې د تېرو دوه میاشتو په راټولو شویو عوایدو يې د ترینکوټ ښار یو فرعي سړک چې شااوخوا ۳۰۰ متره اوږدوالی لري او له تېرو پنځو کلنو راهیسې ویجاړ و، رغولی دی.
ویل کېږي چې د دغه سړک رغول هم د خلکو په ژوند، وړو سوداګریو او اقتصاد د پام وړ اغېز درلودلی شي.