ارزګان: لوبغالی نهلرو او لوبغاړي مو په سرو شګو کې ورزش کوي
په دغه ولایت کې د فوټبال د فدراسیون مشر میرزا محمد امیرزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې پهدغه ولایت کې د لوبو لپاره لوبغالی نهلري او لوبغاړي په سرو شګو کې ورزش کوي.
نوموړی وايي، پهدغه ولایت کې تر اوسه یوازې یو لوبغالی جوړ شوی چې هغه هم بېکیفیته او تش په نوم ورزشي میدان دی او له ښاره لیرې دی.
امیرزي له دولته وغوښتل چې لوبغالی دې ورته جوړ کړي.
که څه هم په ارزګان ولایت کې د جګړې ډګر تود دی، خو لا هم دغلته لوبې وده کوي او له لوبو او ورزش سره د ځوانانو لېوالتیا زیاتېږي.