جاپان د افغانستان لپاره له یونېسف سره ۹ میليونه ډالره مرسته کړې
په کابل کې د جاپان سفارت او د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې په دې پیسو به یونېسف د جایکا مؤسسې په همکارۍ د افغان ماشومانو او ښځو بېړنۍ اړتیاوې او حقوق سنبالوي.
د جاپان سفارت وايي، دا مرسته به یونېسف او اړوندې ادارې وتوانوي، تر څو د کتلوي معافیت پروګرام له لاری نږدې یو نیم ميلیون نوي زېږېدلي ماشومان واکسین کړي، ۱۰ میلیونه له پنځو کلونو کوچني ماشومان خوندي کړي او تقریباً درې میليونه مېرمنو ته د تیتانوس واکسین ورکړي.
د دې مرستو یوه برخه به د ګوزڼ یا پولیو د ناروغۍ د مخنیوي په هڅو هم ولګول شي.