پاپ فرانسس: د پرمختللو هېوادونو خلک دې ساده ژوند غوره کړي
پاپ فرانسس پرون دوشنبه په واتیکان کې د عیسیویانو د مذهبي جشن کرسمس په مناسبت په وینا کې د شتمنو او بېوزلو ترمنځ واټن هم وغانده.
هغه وویل، راځئ له ځانه وپوښتو چې ایا د ژوند لپاره دومره دنیايي شیانو او پېچلو نسخو ته اړتیا لرو؟
ټاکل شوې چې پاپ به نن سې شنبه د ډسمبر په ۲۵مه نېټه د سینت پیټرز کلیسا له بالکان څخه د کرسمس جشن په مناسبت خپله اصلي وینا واوروي.
پاپ فرانسس بېوزلو خلکو ته پاملرنه د خپل مذهبي ماموریت په یوه مهم اصل اړولی دی.