قریشي: د افغانستان د سولې پروسه پر مثبت لوري روانه ده
شاه محمود قریشي پرون په کابل کې له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني او ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې په افغانستان کې د سولې د هڅو او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
قریشي وروسته پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې مثبتې وې.
هغه همدا راز لیکلي دي چې د افغانستان د سولې پروسه پر مثبت لوري روانه ده.
د کابل سفر سیمې ته د ښاغلی قریشي د سفر لومړی ګام و. نوموړی به د دې لړۍ په دوام کې ایران، چین او وروسیې ته هم سفرونه وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي رباني پرون پر ټویټر په یوه پیغام کې ولیکل چې له قریشي سره یې د افغانستان د سولې د بهیر او دوه اړخېزو اړیکو د ښېګڼې په ګډون د مهمو مسایلو په اړه د باور او پراخې همکارۍ پر بنسټ خبرې وکړې.