د ترکیې ولسمشر خپل امریکايي سیال ته ترکیې ته د سفر بلنه ورکړه
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند پرون وویل، که څه هم ترکیې ته د ټرمپ د سفر ځانګړی پلان نهدی جوړ شوی، خو ولسمشر په راتلونکي کې له ترکیې چارواکو سره خبرو ته چمتو دی.
له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر ټرمپ له اعلان وروسته د سوریې کړکېچ، په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي قتل او ترکیې ته په امریکا کې د دېره ترک دیني عالم فتح الله ګولن سپارل د ناټو د دې دوو غړو په اړیکو کې تر ټولو مهم مسایل دي.
دا پهداسې حال کې ده چې د اردوغان یوه ویاند پرون وویل، د امریکا د پوځ چارواکي به په روانه اوونۍ کې ترکیې ته ولاړ شي، څو له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر جزئیاتو له چارواکو سره بحث وکړي.