په جوزجان کې دوه افغان سرتيري له طالبانو سره یو ځای شوي
د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر کمال الدین یاور ازادي راډیو ته وویل، دې سرتېرو چې د فیضاباد ولسوالۍ کې د شبرغان-مزارشریف د لویې لارې په یو پوسته کې یې دنده ترسره کوله، د دوشنبې په سهار خپل دوه همکاران وژلي، د یو هاموی ټانک په شمول یې د پوستې ټولې وسلې او مهمات له ځان سره وړي او طالبانو سره یوځای شوي دي.
د ښاغلي یاور په وینا د ګورجک کلي پهدې پوسته کې د عامه نظم د کنډک پنځه سرتیري مؤظف وو.
د نوموړي په وینا له پېښې څخه د پوستې اشپز ژوندی وتلی.