«UNHCR»: په ټول افغانستان کې له ۵۸ زره اړو خلکو سره مرسته شوې
د ملګرو ملتونو دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼې کې وویل، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سره په همغږۍ غواړي چې یو سلو پنځوس زرو راستنو شویو، کورنیو بې ځایه شوېو او نورو اړو کسانو سره دا ژمنۍ مرسته وکړي.
په خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د یو چارواکي فتحیه عبدالله له خولې ویل شوي:
"پهداسې حال کې چې د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو لپاره د یوې دایمي حللارې لټون کېږي، د دې لپاره چې د دې کډوالو ژمی نسبتاً تود تېر شي، له هغو کورنیو سره چې مستحقې پېژندل شوي، ۲۰۰ ډالره نغدي مرسته کېږي."
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي، یوازې په کابل کې د مرستو د دې پروګرام د یوې برخې په توګه اولس نیم زره اړو افغانانو ته د نغدي مرستو په ویشلو بوخت دي.
ملګرې ملتونه وايي، په روان کال کې ۶۲۰ زره کسان په افغانستان کې بیړنیو ژمنو مرستو ته اړتیا لري.
د دې سازمان په وینا افغان حکومت او مرستندویه سازمانونه یوازې ۴۲۰ زره کسانو ته بیړنۍ مرستې رسولی شي او دوه سوه زره کسان چې شپېته زره کورنۍ دې له ژمنیو مرستو بې برخې پاتې کېږي.