وحید مجروح: کابل کې پر حکومتي ودانیو ډلهییز برید ۴۳ کسان وژلي
د کابل د امنیتي چارواکو په وینا له اته ساعته جګړې او د ټولو بریدګرو له وژل کېدو وروسته تېر ماسخوتن دا ډلهییز برید پای ته ورسېد.
د کابل د پولیسو ځینو سرچینو ویلي، له برید وروسته ماتو ګوډو کې د مړو او ټپیانو لټون لا هم روان دی او د دې وېره شته چې د مرګ ژوبلې شمېر به تر دې زیات شي.
د کابل د ګارنیزون قوماندان جنرال مراد علي مراد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، برید هغه مهال پیل شو چې وسلهوالو کسانو د شهیدانو او معلولینو د ریاست مخې ته لومړۍ موټري بمي چاودنه وکړه او وروسته دغلته څو منزله ودانۍ ته ننوتل.
د کابل ښار د ګارنیزون قوماندان مراد علي مراد ازادي راډیو ته وویل:
"د شهیدانو او معلولینو په ریاست کې چې د فواید عامې وزارت سره په څنګ کې پروت دی، د موټر بم په وسیله تروریستي برید وشو."
چارواکي وايي، پولیس په هماغه لومړیو شېبو کې تر برید لاندې ودانۍ څخه د ۳۵۰ څخه د زیاتو کار کوونکو په ایستلو وتوانېدل.
چارواکي او عیني شاهدان وايي، دې څو منزله ودانۍ ته پورته شوي وسلهوالو پر شاوخوا دولتي ودانیو هم ډزې کړي او په ودانۍ کې یې درنې چاودنې کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دا چې دا ودانۍ ډېره پیچلې ده، نو پولیسو په عملیاتو کې له احتیاطه کار اخېست، ځکه خو دې عملیاتو څو ساعتونه وخت ونیوه.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې دا برید غندلی او د ولسمشر غني له خولې یې ویل:
"تروریستان د هيواد امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د خپلې ماتې د پټولو لپاره په ملکي وګړو، عامه تأسیساتو او هغو ادارو چې د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته خدمات او اسانتیاوې برابروي بریدونه کوي."