د ایران پخوانی قاضيالقضات ایتالله محمد هاشمي شاهرودي مړ شوی
اویا کلن شاهرودي په جرمنې کې تر درملنې لاندې و، خو وروسته له هغې تهران ته ستون شو چې یو شمېر فعالانو له جرمني څارنوالانو وغوښتل چې د نوموړي لهخوا د تأیید شوي اعدام سزاګانو په اړه دې څیړنې وکړي.
دې فعالانو په ایران کې شوي اعدامونه د بشر ضد جنایت بللي و.
محمد هاشمي شاهرودي د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نژدې متحد و او د نوموړي د احتمالي ځای ناستې په توګه یادېده.
شاهرودي له ۱۹۹۹ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۹میلادي کال پورې د ایران د قضايي قوې مشري کوله.