په اندونیزیا کې سمندري توپان د مړو شمېر ۳۷۳ ته ورساوه
د دې هېواد د طبیعي افاتو ملي اداره وايي، تر ۱۴۰۰ زیات کسان په دې سونامي کې ټپیان شوي دي.
د شنبې په ورځ د سونامي څپو د دې هېواد د سوماترا او جاوا ټاپوګان وځپل.
د ژغورنې کارکوونکي لاهم په ځپل شویو سیمو کې د ژوندیو پاتې شوېو کسانو لټون کوي.
تردې مخکې د اندونیزیا د طبیعي افاتو د ملي ادارې ویاند ویلي و:
"دوی شک لري چې یو شمېر قربانیان لا هم د هغو ماتو ګوډو لاندې پاتې دي چې د سونامي څپو له ځانه سره وړي دي."
د اندونيزيا ولسمشر جوکو ویدودو له قربانیانو سره غمرازي کړې او حکومتي ادارو ته یې امر کړی چې د دې ناورین په وړاندې چټک اقدامات وکړي.