د ایران د چابهار بندر مسؤلیت یوه هندي شرکت ته سپارل شوی
دا بندر چې تېر کال د ولسمشر اشرف غني او د ایران او هند د مشرانو لهخوا رسماً پرانیستل شو، تر ډېره هند رغولی دی.
تمه ده چې چابهار به افغانستان ته د وارداتو په اصلي بندر بدل شي او هند به هم خپل تولیدات د پاکستان پر ځای د دې بندر له لارې منځنۍ اسیا ته صادر کړي.
د مالونو د بارولو او تشولو او مارکېټېنګ په ګډون د دې بندر ټولې چارې، په تهران کې د افغانستان، هند او ایران د استازو له غونډې وروسته د «IPGL» په نوم د هند دولتي شرکت ته وسپارل شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په نومبر میاشت کې د چابهار بندر پروژه له هغو بندیزونو مستثنا کړه چې امریکا پر ایران لګولي دي.