د جوزجان په اقچې کې د افغان ځواکونو او طالبانو نښتې روانې دي
د جوزجان د والي وياند فریدون انیق پرون ناوخته ازادي راډيو ته وويل، دا نښتې د پنجشنبې په شپه وروسته له هغه پیل شوې چې افغان امنیتي ځواکونو غوښتل د اقچې ولسوالۍ په کوربقال سیمه کې امنيتي پوسته جوړه کړي، خو د وسله والو طالبانو له حملو سره مخامخ شول.
ښاغلي انيق په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:
"په دې جګړه کې تر اوسه څلور سخت دريځي وژل شوي او اووه ټپیان دي او يوازې دوه افغان سرتېري ټپیان شوي دي او د جمعې د له مازيګر وروسته سيمې ته نوي ځواکونه لېږل شوي دي."
په سیمه کې د ازادي راډيو خبريال وايي چې دا نښته د دې لامل شوه چې یو شمېر کورنۍ خپل کورونه پرېږدي او خوندي ځایونو ته کډه شي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.