مایک پامپیو به نن د ونزویلا په اړه له ملګرو ملتونو یوه غوښتنه وکړي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې پامپیو به دا غوښتنه د شنبې په ورځ په غونډه کې مطرح کړي.
اعلاميه زیاتوي چې پامپیو به د ملګرو ملتونو امنیت شورا له غړو او نړيوالې ټولنې وغواړي چې د وېن ګوایډو د ونزويلا د ولسمشر په توګه په منلو سره دې نړیواله سوله او خوندیتوب ټينګ کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنځلسو غړو تر منځ دا غونډه د امريکا او په سيمه کې د یو شمېر نورو هېوادونو په غوښتنه جوړېږي.
دوی ګوايډو د ونزويلا د مشر په توګه ومانه او له ولسمشر نيکولاس مادورو يې وغوښتل چې له خپلې دندې ګوښه شي.
پر مادورو له بشري حقونو د سرغړونې او د ونزويلا د اقتصاد خرابولو تورونه دي.
د ملګرو ملتونو دا غوښتنه به د روسیې له مخالفت سره مخامخ شي چې له مادورو سره یې ملاتړ څرګند کړی دی.