په بغلان کې د والیبال په یوه میدان کې پرون ماښام چاودنه وشوه
چاودنه د واليبال په يوه ميدان کې شوې ده.
په بغلان کې د ازادي راډیو خبریال د ځايي سرچينو له قوله د څلورو کسانو د وژل کېدو او تر لسو زياتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د بغلان والي عبدالحی نعمتي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا چاودنه تأييد کړې، خو د تلفاتو د شمېر په اړه یې معلومات ورنه کړل.
په تاله او برفک ولسوالۍ کې ځايي سرچينو د ازادي راډيو خبریال ته ويلي چې دا حمله وسله والو طالبانو کړې ده.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.