د برښنا شرکت او د اسیا پراختیایي بانک ترمنځ یو تړون لاسلیک کېږي
د دغه شرکت ویاند وحید توحیدي ازادي راډيو ته وویل چې نن به د افغانستان برښنا شرکت او اسیایي پراختیایي بانک ترمنځ د ۴۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د برښنا رسونې په موخه تړون لاسلیک شي.
د ښاغلي توحیدي په خبره، د دغې پروژې له مخې به د افغانستان ګڼو سیمو او ولایتونو ته د برښنا اسانتیا برابره او د برښنا د پرچاوۍ ستونزه حل شي.
د ښاغلي توحیدي په خبره، په افغانستان کې د برښنا د ستونزې په هواري سره به د صنعتي پارکونو او فابریکو ستونزه هم هواره او په دې سره به تولیدات زیات او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي.