د نیمروز ولایت پولیسو ۱۶۴ کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول.
د نیمروز ولایت د امنیې قوماندانۍ له خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په لومړۍ پېښه کې د نیمروز پولیسو د زرنج او دلارام پر لویه لاره (۸۰) کیلو ګرامه تاریاک، (۲۲) کیلو ګرامه چرس او (۲۲) کیلو ګرامه هیروئین ونیول.
په دوهمه پېښه کې پولیسو د زرنج ښار د څلورمې حوزې په سیمه کې (۲۲) کیلو ګرامه هیروئین ونیول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او په درېيمه پېښه کې پولیسو په انصاري ښارګوټي کې پنځوس کيلو او پنځه سوه ګرامه هیروئین ونیول.
د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاق او زېرمه کولو په تور درې تنه هم نیول شوي دي.