د سوداګرۍوزارت رهبري د سوداګرۍ د وضعیت د څار لپاره بلخ ته تللې
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي نن ازادي راډيو ته وویل چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرسته کامله صدیقي د خصوصي سکټور د ملاتړ، له صنعتي پارکونو د لیدنې او د پانګونې د جذب په هدف هغه ولایت ته رسېدلې ده.
د نوموړي په خبره، په دې وروستیو کې په بلخ کې د هوایي دهلېزونه له لارې کڼو هېوادونو ته صادرات کېږي.
د سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، له دغه ولایته ازبکستان، قزاقستان او دغه شان چین سره سوداګریزه راکړه ورکړه ډېره ده چې لویه برخه یې وچه مېوه او سبزیجات جوړوي.