په بلخ کې د نوښت ګرو ښځو د لاسي صنایعو نوې پروژه پيل شوه
د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو ریاست وايي، د نوښت ګرو ښځو د لاسي صنایعو یوې نوې پروژې نن په کار پیل وکړ. د دغه ریاست رئیس شیر احمد سپاهي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پروژې په اساس د سوداګرو ښځو صنعت به خپل هوئیت پیدا کړ او د هر صنعت پر سر به ځانګړی مارک یا نښان ولګول شي. نوموړي وویل، دغه پروژه به د افغان ښځو د لاسي صنایعو تولیدات ډير او نړیوال بازار موندلو لپاره رغنده رول ولوبوي. د دي پروژې لګښت د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID له لوري ورکول کېږي.