په کونړ کې د جګړې امله بېځايه شوي کورنۍ د مرستو غوښتنه کوي
په کونړ کې د وسله والو طالبانو او داعش له خپلمنځي جنګونو له امله بې ځایه په سلګونه کورنۍ شکایت کوي، چې ورسره حکومت او مرستندویه ټولنو مرستې نه دي کړي. اوسمهال په یخ ژمې کې سختو ستونزو سره مخ دي. محمد اسلام تېر کال هغه مهال د کونړ په چپه دره کې د خپل کور پرېښودو ته اړ شو چې په سیمه کې یې د وسله والو طالبانو او داعش ترمنځ سخت جنګونه ونښتل. په دې جګړو کې په ښکېلو وسله والو ډلو سربېره د سیمې خلکو ته هم درانه زیانونه واوښتل او د محمد اسلام په څېر ګڼې کورنۍ اړ شوې چې له سیمې اسعد اباد ښار ته راکډه شي. Читать дальше...