World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Ноябрь
2022

Новости за 19.11.2022

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال نړیوال جام؛ کومه لوبډله او لوبغاړی به ښه وځلېږي؟

د فوټبال نړیوال جام د تل په څېر له داسې ستورو ډک دی، چې هر یو یې د ځان او خپل هېواد لپاره د یوه بل ویاړ په لټه کې دي. د کریسټیانو رونالډو او لیونل میسي په څېر د فوټبال د اوسني عصر د تکړه ستورو ګډون د سږني نړیوال جام جاذبه نوره هم زیاته کړه. د نړیوال جام سیالۍ به د قطر په نويو جوړو شویو او لوکسو لوبغالو کې ترسره شي. میسي او رونالډو له نړیوال جام پرته د خپلې لوبډلې لپاره پاتې ټول ممکن ویاړونه ګټلي دي. د فوټبال د نړۍ د دغو دوو او څو نورو مشهورو ستورو تر منځ به د سرو زرو د بوټ د ګټلو او د نړيوال... Читать дальше...




Mashaalradio.com 

صالح شاه: د حکومت او تحریک طالبان پاکستان مذاکرات روان دي

په قبايلي سیمو کې د جمعیت علما اسلام مشراو پخوانی سېنېټر صالح شاه وايي چې د پاکستان د حکومت او وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان تر منځ د مذاکراتو سلسله جاري ده. نوموړي د نومبر پر ۱۸مه له مشال راډیو سره په یوه ځانګړي مرکه کې وویل چې هغه تاثر ناسم دی چې ګواکې له ټي ټي پي سره خبرې اترې ختمې شوې دي. صالح شاه وویل تېره اوونۍ یې له دواړو خواوو سره کتلي دي او هیله ده چې ژر دغه مذاکرات په ښه ډول پای ته ورسېږي. له نوموړي سره د مشال راډیو خبریال ګوهر مسید خبرې کړي دي. تفصیل په بشپړه مرکه کې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

هند د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندېښنه وښوده

هند په افغانستان کې د نظام له بدلېدو وروسته، په سیمه کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دی. د افغانستان له‌خوا سیمې ته د ورپېښو ګواښونو په اړه د هند اندېښنه! په هند کې د ۴۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازي راټول شوي او 'د ترهګرۍ د نه ملاتړ' په نوم یې د جمعې او شنبې په ورځو غونډه کړې. خو په دې غونډه کې له افغانستان او پاکستان چا ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې. د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه چې د دې غونډې مشري یې کوله ویلي، په اګسټ کې په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته، په سیمه کې حالت بدل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کوکنارو پراخه کښت او د تریاکو تولید اندېښنې رامنځته کړي

له نشه یې توکو سره د مبارزې نړیوال بورډ په افغانستان کې د کوکنارو په پراخه کښت او د تریاکو پر تولید اندېښنه ښودلې. سره له دې چې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د کوکنار کښت، قاچاق او تولید منع کړی، خو له نشه یې موادو سره د مبارزې نړیوال بورډ په افغانستان کې د کوکنارو زیات کښت او تولید ته اندېښنه ښودلې. دغه بورډ د جمعې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې له افغانستان نه د کوکنارو د کښت او تولید په اړه د رسنیو له لوري راپورونه د اندېښنې وړ دي او باید مخه یې ونیول شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي، هغه کسان... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بریتانیا: ایران د وینو بهېدو لامل کېږي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر نن ایران تورن کړ چې د وینو د بهېدو لامل کېږي. د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیفیرلي د بحرین په پلازمېنې منامه کې یوې غونډې ته وویل چې هېواد به یې له خپلو متحدانو سره ګډې هڅې وکړي چې د ایران مخه ونیسي. اوکراین او لوېدیځ متحدان یې ایران تورنوي چې روسیې ته ډرون الوتکې ورکوي او روسیې له دې الوتکو په وروستیو کې د اوکراین په جګړې کې استفاده کړې ده.

Pa.azadiradio.com 

د فوټبال لوبو کتونکي د ۳ ساعتونو لپاره له 'بیر' منع شول

د فوټبال د نړیوال فدراسیون مشر ګیاني انفانټینو نن وویل چې د نړیوال جام لوبو کتونکي کولای شي چې د درېیو ساعتونو په مخه د ورځې له بیر پرته ژوند وکړي. په قطر کې د فوټبال په نړیوال جام کې د لوبغالو شاوخوا د بېر خرڅلاو منع دی. د فوټبال د نړیوال جام مشرانو پرون د نړیوال جام تر پیل ۴۸ ساعته مخکې اعلان وکړ چې د بیر خرڅلاو د لوبغالو شاوخوا منع شوی دی.

Mashaalradio.com 

عبدالله ننګيال وايي په سيمه کې د امن لپاره غږ پورته کول ګران کار دی

په مشال مرکه کې عبدالله ننګيال ميلمه دی. د نوموړي تعلق د ټانک له جنډولي سره دی او د ملي جمهوري غورځنګ مخکښ دی. عبدالله ننګيال وايي، په سيمه کې د امن لپاره غږ پورته کول ډير ګران وو خو د ولس په مرسته يې د بدامني پرضد په ټانک کې لاريون وکړ. د ده په خبره د خيبر پښتونخوا په نورو سيمو کې هم خلک د امن لپاره لاريونونه کوي او دوی له هغوي سره په رابطه کې دي. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.

Pa.azadiradio.com 

ازادي راډیويي مجله؛ د بست کلا په څه حال کې ده؟

د ازادي راډیو مجلې په خپرونه کې به واورئ چې د بست کلا په څه حال کې ده. په خپرونه کې اورئ چې ختیځ ادبي بهیر غوړېدلی او مینه مجله درېدلې. دغه راز په غزني کې یوه کس د موسیقي په سوونو زړې کسټې ساتلي. دارنګه د نورستان له یوه طبیعي ډنډه مو هم خبرو او خپرونه کې شعر او کیسه هم اورېدلی شئ. د دې خپرونې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي: په ختیځ دونیتسک کې 'ډېره سخته' جګړه روانه ده

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وايي، د هېواد په ختیځ کې 'ډېره سخته' جګړه روانه ده. د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي اوکراینیانو ته ویلي چې په ختیځ کې سخته جګړه دوام لري چېرې چې د هغه په خبره مدافعینو یوازې په دونیتسک سیمه کې د روسیې له ۱۰۰ ډېر بریدونه شنډ کړي دي. هغه دا وړاندیز هم وکړ چې په ځینو سیمو کې دوی له خپلو عسکرو د راتلونکو بریالیتوبونو تمه لري. هغه بېګا د نومبر په ۱۸مه په خپل شپني ویډیويي پیغام کې وویل چې د دونیتسک په سیمه کې خورا سخته جګړه روانه ده. د اوکراين صدراعظم دينيس... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوب وویستل شو

افغانستان د رسنیو د ازادۍ د نړیوال ایتلاف له غړیتوب وویستل شو. د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف "Media Freedom Coalition" پرون اعلان وکړ چې په دې ایتلاف کې یې د افغانستان غړیتوب له‌منځه وړی. د دې ایتلاف په اعلامیه کې لیکل شوي، کاناډا او هالنډ چې د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف ریاست ور تر غاړې دی، له دې امله چې افغانستان نور د دې ایتلاف اغېزمن ملګری نه‌دی او تر خوا یې اوسمهال په دې هېواد کې د رسنیو ازادي د نړیوالې ټولنې له ژمنو سره برابره نه‌ده، دا پرېکړه کوي. د رسنیو د ازادۍ نړیوال ایتلاف وايي،... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په قطر کې د مارغانو سيالۍ شوي

د قطر په شمال کې په دښتو کې د مارغانو ښکار زوړ دود خوندي ساتلو لپاره سيالۍ شوي. دوی ته دا ميراث له پلرونو ورپاتې دی او نوي نسل ته يې د انتقالولو هڅه کوي. په سيالیو کې يوشمېر ماشومانو هم برخه اخيستې وه. د فرانس پرېس اژانس ويډيويي راپور

Pa.azadiradio.com 

پولیو، هغه ناروغي چې یوازې له افغانستان او پاکستان قرباني اخلي

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې لا هم په افغانستان کې ملیونونه ماشومان له پولیو ضد واکسین محروم دي. دغه سازمان تېره میاشت وویل چې ډېری دغه ماشومان د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې ژوند کوي او اساسي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. پولیو هغه ناروغي ده چې ماشومان فلجوي.

Pa.azadiradio.com 

قطر د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران په اړه اندېښنه وښوده

د قطر یو ډیپلومات وايي، هېواد یې د افغانستان سولې، سوکالۍ او ثبات ته ژمن دی، خو د افغانستان د بشري او اقتصادي بحران په اړه اندېښنه لري. په ملګرو ملتونو کې د قطر د ډیپلوماتیک ماموریت درېیم سکرټر شیخ جاثم عبدالعزیز الثاني، امنیت شورا ته وویل چې له افغانستان سره به د بشري، اقتصادي، امنیتي او د بشرحقونو د بحران په وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي. د قطر دغه ډیپلومات د طالبانو له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د دوحې موافقې تطبیق ته خپل ښه نیت وښيي او په ځانګړي ډول د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بوټو: د طالبانو د حکومت رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام نه کوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، پاکستان به د طالبانو د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره په یوازې سر اقدام ونه کړي. د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې بلاول بوټو زرداري پرون جمعه په یوه کنفرانس کې د خپل حکومت د بهرنۍ پالیسۍ شپږو میاشتو ته د کتنې پر مهال دا خبره وکړه. که څه هم پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو ۱۵ میاشتې پوره شوي، خو د پاکستان په ګډون چې د طالبانو په سخت ملاتړ تورن دی، د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو اوسنی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. په همدې حال کې د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان: د افغانستان له هوايي حریمه هره ورځ تر ۱۰۰ پورې الوتنې تګ راتګ کوي

د طالبانو چارواکي وايي، چې د افغانستان له هوايي حریم څخه هره ورځ له ۸۰ تر ۱۰۰ پورې الوتنې تګ راتګ کوي. د بریتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼې د طالبانو د یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی چې دوی د افغانستان له هوايي حریم له هرې نړیوالې الوتنې ۷۰۰ ډالره اخلي. د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي، ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې زیاتې الوتنې له اروپا او اسیا د افغانستان له هوا تېرېږي. دا معلومات نه شته چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال د افغانستان له هوايي حریم څو الوتنو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په کراچۍ زندان کې د مړ شوي افغان پناه غوښتونکي جسد افغانستان ته لېږدول شوی

د پاکستان په کراچۍ کې د یوه افغان مړی چې په توقیف کې یې ساه ورکړې وه، افغانستان ته ولېږدول شو. دغه کس له نورو افغانانو سره یوځای د اکتوبر پر شلمه په کراچۍ کې نیول شوي وو، چې په توقیف کې ساتل کېدل. په پاکستان کې د نیول شویو افغانانو مدافع وکیلې منیزې کاکړ، ازادۍ راډیو ته وویل: "له ډېرو هڅو وروسته دغه مړی د هوا له لارې له کراچۍ اسلام اباد ته ولېږدول شو، بیا د تورخم له لارې افغانستان ته ولېږل شو." د منیزې کاکړ په وینا، د دغه افغان زوی لا هم په کراچۍ کې له نورو افغان پناه غوښتونکو سره یوځای بندي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په جنوبي وزیرستان کې د بمب چاودنې له کبله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي

د پاکستان په شمال لویدیځ کې د سړک غاړې بمب په چاودنه کې لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، دغه چاودنه پرون مازیګر د جنوبي وزیرستان په چمکالۍ سیمه کې شوې ده. د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي سلیم مروت وویل، د چاودنې هدف پخواني پنځه افراطي وسله وال وو، چې تازه له حکومتي ځواکونو سره ملګري شوي دي. ده ویلي په پېښه کې یو پولیس هم وژل شوی دی. په جنوبي وزیرستان کې د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د اوکراین د انرژۍ سکټور نږدې ۵۰ فیصده له کاره لوېدلی

د اوکراین صدراعظم دنیس شمیهال وايي، د روسیې د حملو له کبله د اوکراین د انرژۍ سکټور نږدې ۵۰ فیصده له کاره لوېدلی دی. شمیهال پرون په دې باب زیاته کړه، یوازې د نوامبر میاشتې پر ۱۵مه د اوکراین پر ښارونو او د انرژۍ پر تاسیساتو د روسیې ۱۰۰ راکټي حملې وشوې. تر دغو حملو وروسته په پلازمېنه کییف، خارکیف، ژیتومیر، لیفیف او نورو ښارونو کې د چارواکو په خبره نږدې ۱۰ میلیونه اوکراینیان له برېښنا بې برخې شول. کرملین وايي، د دغو حملو علت له روسیې سره خبرو ته د اوکرایني لوري نه لېوالتیا ده.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل او یونان د ګواښونو پر وړاندې د اتحاد د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ

د اسراییل او یونان دفاع وزیرانو پرون جمعه د سیمه ییزو او نړیوالو ګواښونو پر وړاندې د اتحاد د ساتلو پر اهمیت ټینګار وکړ. دوی په خپلو خبرو کې د اوکراین روانې جګړې او د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې روان کړکېچ ته هم اشاره وکړه. د اسراییل دفاع وزیر بني ګنځ په اتن کې له خپل یوناني سیال نیکولاس پانا-ګیوتو-پولوس سره تر کتنې وروسته وویل، نړۍ اوس په بدلېدو ده. هغه زیاته کړې، په اوکراین کې د جګړې اغېزې د هېوادونو تر ملي سرحدونو اوړي. دغه راز د افراطیت او ټروریزم سیاستونه په ټوله نړۍ کې پر هېوادونو اغېز کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

طالبان ولې د ښځو د غږونو په خاموشه کولو بوخت دي؟

د ښځو ځینې فعالان وايي، چې د طالبانو له خوا د دوی پر فعالیتونو، کارونو او هڅو فشارونه په زیاتېدو دي. فوزیه کوفي چې په تېر جمهوري نظام کې یې د ولسي جرګې د استازې په توګه کار کړی پرون په ټویټر کې لیکلي، د ښځو د حقونو د فعالې ظریفې یعقوبي د نیول کېدو دوې اوونۍ پوره شوې، خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه معلومات نه شته. زموږ همکار د ښځو د حقونو له فعالې نظیفې حقپال د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې، چې طالبان ولې د ښځو د غږونو په خاموشه کولو بوخت دي؟ د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Pa.azadiradio.com 

ګاسمن: ترکیه دې د افغان پناه غوښتونکو اجباري ایستل ودروي

د بشري حقونو د څار سازمان له ترکیې د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو د سم د لاسه مخنیوي غوښتنه وکړه. د بشري حقونو د څار سازمان په خپل تازه راپور کې، له ترکیې څخه د افغان پناه غوښتونکو د اجباري ایستلو په باب اندېښنه وښوده. د دغه بنسټ د اسیا د برخې مرستیال مشرې پاټریشیا ګاسمن تېر ماښام د لړم ۲۷مه ازادۍ راډیو ته وویل، چې ژر تر ژره باید د دغو پناه غوښتونکو د جبري اخراج مخه ونیول شي. هغې وویل: "که څه هم ترکیه په نړۍ کې د پناه غوښتونکو لوړ شمېر لري، بیا یې هم له خپلو پولو د هغوی شړلو یا هم... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د تېر نظام پوځیان له دوامداره نیولو، ربړولو او وژلو اندېښمن دي

د افغانستان د تېر حکومت امنیتي ځواکونه وايي، له عمومي عفوې سره سره په افغانستان کې د دوی د نیولو، لادرکه کولو او حتی وژلو لړۍ روانه ده. د جمهوري نظام د ملي امنیت یو ډګرمن چې نه غواړي د امنیتي ملحوظاتو له مخې خپل نوم واخلي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د پخوانیو پوځیانو د نیولو او حتی وژلو دوی سخت اندېښمن کړي دي. دغه ډګرمن له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل: "د تروریستي ډلې د استخباراتو له خوا هره ورځ پخواني پوځیان په مرکز او ځینو ولایتونو کې نیول کېږي او نامعلوم ځای ته بېول کېږي. تر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ايشيا ټايمز ورځپاڼه: نړیوال د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره ډېر څه نه‌کوي

ایشیا ټایمز ورځپاڼه: ایشیا ټایمز ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې «نړیوال د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونو د مخنیوي لپاره ډېر څه نه‌کوي» د څو چادري والو افغان ښځو عکس خپور کړی. ایشیا ټایمز لیکلي، طالبان چې اوس په دوهم وار واک ته رسیدلي، د افغانانو پر اساسي بشري حقونو بریدونو ته دوام ورکوي. ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده له لوري د حدودو او قصاس د جاري کېدو حکم ته اشاره کړې او لیکلي چې په دې حکم کې په عام محضر کې اعدامونه، سنګسارول او د لاس او پښو غوڅول شامل دي. ایشیا ټایمز دا د افغانانو... Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

В Долгопрудном доноры сдали около 25 литров крови

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

Правительства и законодатели могут закрыть все фермы.

Созданные с помощью нейросети обои выпустили в Балашихе


Москва

Подключение водонагревателя в Московской области






Rss.plus

Шапки женские на Wildberries — скидки от 398 руб. (на новые оттенки)

«А потом мир погас». Жертва молнии рассказал о боли, которую едва пережил

Социальная работа на предприятии: современные тенденции и интересные кейсы

Как поучаствовать в продаже иностранных ценных бумаг по указу №844

Moscow.media
Москва

Собянин рассказал о зеленых облигациях



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Денис Мацуев

Мацуев и симфонический оркестр Башкортостана выступят в Москве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Сотрудники Росгвардии приняли участие в чемпионате Центрального округа по боксу.

Прием заявок на участие в конкурсе на лучшее путешествие по Дальнему Востоку начнется в мае

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге об эффективности программ по формированию здорового образа жизни  


Елена Рыбакина

Появилось «закулисное» видео Елены Рыбакиной



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сестра певца Кунгурова связала его смерть с осложнениями после COVID-19



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России