خوست کې د سانګې وهنې سیالۍ شوې دي
په خوست د افغانستان د شپږو ولایتونو د لوبډلو ترمینځ د سانګې یا نېزې وهلو سیالۍ شوې دي. د نومبر ۱۷مې سیالۍ د وزلوبې ملي فېډرېشن په نوښت جوړې شوې وې چې موخه یې د نېزې وهنې لوبې ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.
په خوست د افغانستان د شپږو ولایتونو د لوبډلو ترمینځ د سانګې یا نېزې وهلو سیالۍ شوې دي. د نومبر ۱۷مې سیالۍ د وزلوبې ملي فېډرېشن په نوښت جوړې شوې وې چې موخه یې د نېزې وهنې لوبې ته وده ورکول دي. ویډیويي رپورټ.
په داسې حال کې چې د پاکستان د لوی درستیز د کار د دورې وخت پوره شوی، د نوي لوی درستیز د ټاکلو پر سر د سیاستوالو ترمنځ ناندرۍ په زیاتېدو دي. د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د هېواد ولسمشر عارف علوي ته خبرداری ورکړی چې د لوی درستیز په ټاکنه کې د ستونزې د پېښولو ناوړه عوقب به د ده په غاړه وي. د پاکستان له قوانینو سره سم، ولسمشر که څه هم اجرايي صلاحیت نه لري او تر ډېره یې دنده تشریفاتي ده، خو د لوی درستیز په شان چارواکي که سره له دې چې د صدراعظم له لوري نومول کېږي د ولسمشر توشیح ته اړتیا لري. Читать дальше...
ګوښه شوي سیاستوال خورشید علي خان، چې د خورشید کاکاجي په نوم مشهور دی، د نومبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د دوی د اېستلو لپاره پورته شوی ګام د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ایین کې نه شته او دوی یې غندي.
په ایران کې د مظاهره چیانو خلاف له ځپونکو اقداماتو سره سره د محصلانو اعتراضونه دوام لري. د بېلابېلو سرچینو د راپور له مخې، نن یکشنبه د ایران په څو پوهنتونونو کې محصلانو د اعتراض په دود پرلتۍ وهلي دي. د هغو ویدیوګانو له مخې، چې ایرانیانو په تیلګرام او نورو ټولنیزو شبکو کې خپرې کړي دي، د تهران د طباطبايي پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي محصلانو د جنسیتي بېلتون په اعتراض کې یوځای ډوډۍ وخوړه. د ایران په پوهنتونونو کې نجونو او هلکانو ته اجازه نه شته چې یوځای ډوډۍ وخوري.
ټاکل شوې ده چې په څو ساعتونو کې د ۲۰۲۲ د فوتبال نړیوال جام لومړۍ مسابقه د کوربه هېواد قطر او ایکوادرو د لوبډلو ترمنځ پیل شي. لومړۍ مسابقه د افغانستان په وخت د شپې په ۸ بجې پیلېږي. دا لومړۍ ځل دی چې د فوټبال نړيوال کپ سیالۍ په يو عربي هېواد کې کېږي. د نړۍ د ۳۲ هېوادونو لوبډلې په اتو ګروپونو ویشل شوې چې په هر ګروپ کې څلور ټیمونه برخه لري. د دې جام د اتلولۍ پایلوبه د ډسېمبر پر ۱۸مه ترسره کېږي. له بلې خوا د فوټبال د نړیوال جام په تړاو په یوه خبر کې ویل شوي چې قطر به د نړیوال جام له کوربه توبه شاوخوا ۷۰۰ میلیون ډالره وګټي. Читать дальше...
د بهرنيو چارو وفاقي وزير بلاول بوټو زرداري د عمران خان پر اعلان اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي چې که د نوموړي موخه واقعي "حقيقي ازادي" او د جمهوریت وده ده نو راتلونکې اوونۍ یې ولې د تحریک انصاف پلویانو ته په راولپېنډۍ کې د ورغونډېدو لارښوونه کړې ده؟
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هلکان ښوونځيو ته ځي، خو نجونې لا هم اجازه نه لري، چې تر شپږم ټولګي پورته نور تعلیم وکړي. بلخوا د یونیسف یوې چارواکې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه وکړه. د یونېسف د ارتباطاتو مسوولې سم مورټ په یو څو ټویټونو کې ویلي نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده، چې په ۱۹۸۹م کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک لمانځل کېږي. د نړۍ هېوادونو... Читать дальше...
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د ملي احصایې او معلوماتو اداره د يو میلیون او ۷۰۰ زره برښنايي تذکرو د چاپ او وېش د لړۍ د پیل خبر ورکوي، د برښنايي تذکرو یو شمېر غوښتونکي د دغه بهیر له پڅوالي شکایت کوي. سهیلا د کابل ښار اوسېدونکې ده. هغې ازادي راډیو ته وویل چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې یې د برښنايي تذکرې د اخیستلو لپاره نوم لیکنه وکړه، خو تر اوسه یې په اخیستلو نه ده بریالۍ شوې. نوموړې وايي: "ما د برېښنايي تذکرې لپاره نوم لیکنه وکړه، ډېر وخت مخکې، کارونه مې لږ مخکې لاړل، خو اوس دا بهیر درېدلی. برښنايي تذکرې ته مې ډېره اړتیا ده، وظیفې ته ځم. Читать дальше...
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو پرون یکشنبه په مصر کې یوه تاریخي موافقه وکړه چې پر اساس به یې هغو بېوزلو هېوادونو ته مرسته ورکول کېږي چې د شتمنو هېوادونو له لاسه د اقلیمي بدلون په نتیجه کې د هوا د خرابېدو قرباني شوي دي. که څه هم دا یو لوی پرمختګ دی چې د هوا په خرابېدو کې د شتمنو هېوادونو رول تاییدوي او له هغوی څخه بېوزلو هېوادونو ته د تاوان د ورکړې غوښتنه کوي، خو په مجموع کې لا هم دا یوه هوايي موافقه ده ځکه چې لا هم د مضرو ګازونو د کمېدو پر سر جنجال په خپل حال پاتې دی. وروسته له دې چې د پیسو پر سر پرېکړه... Читать дальше...
له ۹ میاشتو وروسته په لومړي ځل له کییف څخه خرسون ښار ته د ریلګاډي تګ راتګ پیل شو. اوکراین بېرته نیولي ښار خرسون ته د ریلګاډي تګ راتګ پیل کړ او له دې سره هممهاله اوکرایني پوځیان د دونباس په ختیځ کې د روسي ځواکونو له شدیدې جګړې سره مخامخ دي. په دې سیمه کې روسي پوځیانو خپلې مورچې ټینګې کړي دي. له کییف څخه خرسون ته د رېلګاډي تګ، چې د اوکراین د رېللارو ملي ادارې یې اعلان وکړ، که څه هم کوچنۍ خو له سمبولیک نظره لویه بریا ګڼل کېږي. څه کم یوه اوونۍ وروسته له دې چې خرسون له روسي ځواکونو بیرته ونیول... Читать дальше...
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمي په راتګ سره د برښنا پرچاویانې زیاتې شوي. د ژمي په راتګ او د بې وزله کورنیو مخ زیاتېدونکې ستونزې. اوس د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د برښنا له پرچاوۍ شکایت کوي. له دوی یو شمېرو له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځو کې د کابل په بازارونو کې د سونګ توکو بیې هم لوړې شوې دي. د کابل ښار اوسېدونکی فیصل وايي: "په داسې حال کې چې له یوې خوا ژمۍ رارسېدلی، سونګ توکي قیمته شوي، د برښنا پرچاوۍ هم زیاتې شوي. یوازې د شپې له خوا... Читать дальше...
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف یوې چارواکې د ماشومانو نړیوالې ورځې په مناسبت د ټولو ماشومانو پرمخ د ښوونځیو د پرانېستل کېدو غوښتنه وکړه. د یونېسف د ارتباطاتو مسوولې سم مورټ په یو څو ټویټونو کې ویلي نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده چې په ۱۹۸۹م کال کې د ماشومانو د حقونو کنوانسیون لاسلیک لمانځل کېږي. د نړۍ هېوادونو د دغه کنوانسیون په لاسلیک سره د تعلیم د حق د ساتنې په ګډون د ماشومانو د حقونو د ملاتړ ژمنه وکړه. د یونېسف دغې چارواکې ویلي، په افغانستان... Читать дальше...
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مشر محمد یعقوب وايي چې د دوو ښځو او یوه ماشوم په ګډون ۹ کسان په ترافیکي پېښه کې مړه شوي او ۴۰ تنه نور ټپیان شوي دي. پېښه په شمالي سالنګ کې شوې ده. یعقوب زیاته کړه، یو مسافروړونکی بس موټر له کابله د مزار شریف پر لوري روان و چې تېره شپه د خنجان ولسوالۍ په تخت سنګ سیمه کې له سړک واوښت او سیند ته ولوېد. هغه د پېښې علت د بس موټر تېز چلول او تخنیکي ستونزه بللې ده.
د ترکیې دفاع وزارت وايي، د سوریې په شمال او عراق کې یې پر ځینو سیمو بریدونه کړي چې د کردانو ډلې یې په نښه کړي دي. انقره د کردانو دغه ډلې په استانبول کې د تېرې اوونۍ د چاودنې مسوول ګڼي. د ترکیې دفاع وزارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی جنګي الوتکو د کردانو د کارګرانو ګوند پر مرکزونو او د ولسي خوندیتوب پر قطعاتو حملې کړې دي. د اعلامیې په دوام د پوځي عملیاتو په تړاو راغلي چې د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱مې مادې پر اساس ترکیې دغه عملیات د ځان د دفاع لپاره کړي دي. د استانبول په مرکزي برخه کې... Читать дальше...
د ایران د سوک وهنې ملي فدراسیون مشر ویلي چې په ایران کې د څو اوونیو اعتراضونو د ملاتړ له کبله ایران ته له ستنېدو ډډه کوي او غواړي چې د بې عدالتیو پر وړاندې د ایران د ملت غږ وي. حسین ثوري دا خبره پرون د ازادۍ راډیو له ایرانۍ څانګې راډیو فردا سره په مرکه کې وکړه. هغه چې دا مهال د ځوانانو د سوک وهنې په یوه تورنمنټ کې د ګډون په هدف په اسپانیا کې دی، ویلي چې د ایران چارواکي له شرافت څخه بې برخې دي. حسین ثوري دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په ایران کې د یوې ۲۲ کلنې مېرمنې مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون کې اعتراضونه روان دي. Читать дальше...
د ۲۰۲۲م کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیلېږي. لومړۍ مسابقه د کوربه هېواد قطر او ایکوادور ترمنځ پلان شوې ده. دغه مسابقه نن یکشنبه د کابل پر وخت دشپې اته نیمې بجې پیلېږي. د دوشنبې په ورځ د ایران او انګلنډ، سینیګال او هالنډ، د امریکا متحدو ایالتونو او وېلز ټیمونه سره مخامخېږي. د فوټبال د سږکال نړیوال جام سیالۍ چې ۳۲ هېوادونه په کې برخه لري، د ډسمبر میاشتې تر ۱۸مې نېټې دوام کوي.
د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې لمانځلو موخه د نړۍ د ماشومانو ترمینځ یووالی او د ماشومانو خیرښېګړې ته وده ورکول دي. د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې بېوزلۍ زرګونه ماشومان سخت یا شاقه کار ته اړ کړي دي. د مشال راډیو دا ځانګړی رپورټ په دوکان کې د کارکوونکو ماشومانو په غږ پیلېږي.
طالب او پاکستاني چارواکي د سپین بولدک - چمن د لارې پر سر له څو ورځو خبرو وروسته موافقې ته په رسېدو کې بریالي شوي نه دي. نن اوومه ورځ ده چې د سپین بولدک – چمن لاره بنده ده او له کبله یې دواړو خواوو ته زرګونه مسافر او باروړونکي موټر منتظر پاتې دي. دا لاره د تېرې یکشنبې په ورځ وروسته له دې پاکستان په یو اړخیز ډول بنده کړه چې یوه نامعلوم وسله وال د دوستي په نوم دروازه کې پر پاکستاني پوځیانو ډزې وکړې او لږترلږه یو تن یې وواژه. پاکستان له طالبانو د حمله کوونکي د ورسپارلو غوښتنه کوي. پاکستاني رسنیو... Читать дальше...
د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د الیکترونیکي تذکرې اداره وايي چې د الیکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ یې په ټولو ولایتونو کې بیا پیل کړې ده. د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته په ځلونو د تذکرو او پاسپورټ وېش ځنډول شوی او له دې درکه د خلکو انتقادونه ډېر اورېدل شوي دي. د احصاییې او معلوماتو ملي ادارې ویاند محمدحلیم رفیع نن پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې تراوسه پورې په ټول افغانستان کې ۸ میلیونه او ۷۰۰ زرو تنو الیکترونیکي تذکرې ترلاسه کړي دي. د الیکترونیکي تذکرو د وېش بهیر د افغانستان په جمهوري نظام کې پیل... Читать дальше...
نن د نومبر ۲۰مه د ماشومانو نړیواله ورځ ده. د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان وجهي صندوق یا یونېسف وایي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هلکان ښوونځي ته ځي، خو له شپږمو ټولګیو پورته نجونې له مکتب راګرځول شوي، نو دې چارې د دوی میندو او پلرونو ته اندېښنې پیدا کړي. بهاره د اتم ټولګي زده کوونکې ده. نوموړې په تېرو درېیو کلونو کې د ښوونځي ترڅنګ په ښار کې قلمونه پلورل او خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته به یې یوه مړۍ ډوډۍ ګټله. بهاره وایي، له کله چې د طالبانو حکومت یې ښوونځی وتاړه، نو ټوله ورځ به یې په ښار کې کار کوه. Читать дальше...
بدر ترکستانی په تېرو دوو لسیزو کې د سعودي د فوټبال ملي لوبډلې په ملاتړ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ګرځېدلی او په خپلو سندرو یې نندارچیان خوشحاله کړي دي. سږ کال د فوټبال د نړیوال جام سیالۍ په قطر کې کیږي چې ترکستانی یې خپل کور ګڼي. هغه هیله لري چې د دوحې د نېږدېوالي له کبله به د فوټبال سعودي مینه وال په لوی شمیر کې دوحې ته ورځي او خوندورې سیالۍ به کېږي. د اې ایف پي خبري اژانس ویډیو وګورئ
د فوټبال نړیوال جام سیالیو پر مهال به د دې لوبې زرګونه مینهوال د «فوټبال د مينهوالو ښارګوټي» کې په دغو کانټینرونو کې واوسېږي. په دې ښارګوټي کې د یوې شپې لپاره د هرې خونې د اوسېدو بیه ۲۰۰ امریکايي ډالره ده. د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ قطر کې پیلېږي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عملیاتي مشر مارټین شویپ وايي، په افغانستان کې دی، چې له ولسونو او چارواکو سر د دغه هېواد پر وضعیت خبرې وکړي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغه چارواکي پرون ناوخته په ټویټر کې لیکلي، چې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو او اقتصادي ستونزو د خلکو ژوند خورا اغېزمن کړی دی. د شویپ په خبره، خلک نور ستړي دي او نن سبا د خوړو له کموالي، ډول ډول ناروغیو او بېوزلۍ سره لاس و ګرېوان دي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې تر ۱۹ میلیونو ډېر کسان کافي خواړه نه لري او ۶ ملیونه نور کسان د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي.
کندهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د سپین بولدک- چمن د دروازې د تړل کېدو له کبله افغان سوداګرو ته ملیونونه افغانۍ زیانونه اوښتي دي. د دې خونې مرستیال عبدالباقي بنا پرون شنبه امریکا غږ ته ویلي، چې د افغان سوداګرو مالونه د دروازې په دواړو غاړو کې بند پاتې دي. دغه لار وروسته له هغې وتړل شوه، چې تېره یکشنبه یوه وسله وال کس پر پاکستاني سرحدي پوځیانو ډزې وکړې، یو سرتېری یې وواژه او دوه نور ټپیان کړل. پاکستاني چارواکو ویلي، دروازه به تر هغو بنده پاتې وي، چې د دوی د سرتېري قاتل دوی ته سپارل شوی نه وي. Читать дальше...
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د سریلانکا په وړاندې یې د راروانو سیالیو لپاره خپله لوبډله اعلان کړه. دغه درې یوورځنۍ یا پنځوس اووره سیالۍ به د نومبر میاشتې پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۳۰مه نېټه د سریلانکا په پالیکي نړیوال لوبغالي کې ترسره شي. د حشمت اله شهیدي په لوبډلمشرۍ په دې نوي ترکیب کې رحمت شاه زرمتي، رحمان اله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، نجیب اله ځدراڼ، شاهداله کمال، اکرام علي خېل، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، مجیب الرحمن، عظمت اله عمرزی، نور احمد لکڼوال، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، یمین احمدزی او ضیاء الرحمن اکبر شامل دي. Читать дальше...
103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.
Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.
103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.
Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.
103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.
Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости