د بشري حقونو شورا ايران ته: د لاريونوالو له ځپنې لاس واخلئ
د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا له ایراني چارواکو وغوښتل چې د مظاهره چیانو په وړاندې د زور زياتي څخه لاس واخلي. دې شورا نن په یوه بېړنۍ غونډه کې پر ایراني مظاهره چیانو د زور زیاتي او ځپونکو اقداماتو په اړه بحث وکړ. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشر ولکر ترک په ایران کې د بشري حقونو د یوه بشپړ کړکېچ خبرداری ورکړ او ویې ویل چې باید روان وضعیت ختم شي. په ایران کې د حکومتي ځواکونو په لاس د مظاهره چیانو په وړاندې زور زیاتی له تېرو څو اوونیو روان دی. تر دې دمه لږ تر لږه ۴۱۶ کسان وژل شوي.