World News in Pashto

Новости сегодня на DirectAdvert

Новости сегодня от Adwile

Ноябрь
2022

Новости за 28.11.2022

Mashaalradio.com 

تحریک طالبان په پاکستان کې د حملو اعلان کړی دی

تحریک طالبان د نومبر پر ۲۹مه، رسنيو ته په استول شوي بیان کې چې مشال رېډیو ته هم ترلاسه شوی، د بريدونو کولو وجه دا ښوولې چې د ډلې په ادعا، د پاکستان پوځ په لکي مروت او نورو سيمو کې يې د غړو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.




Mashaalradio.com 

په ټانک کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه شوې ده

پښتون ژغورنې غورځنګ او یوشمېر سیاسي ګوندونو د نومبر پر ۲۷مه په ټانک کې د ناامنۍ ضد احتجاجي جلسه وکړه. جلسې ته سلګونه کسان ورغلي ول او له انتظامیې څخه یې د امنیت ټینګښت غوښتنه وکړه. پولیس وايي، په ښار کې حالات ښه دي او دا چې هېڅوک د امنیت خرابولو ته نه پرېږدي. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

جوزیپ بورېل: د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ ريیس وايي، د افغانستان حالات مخ په خرابېدو دي. جوزیپ بورېل نن په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د پراختیايي وزیرانو د غونډې په درشل کې وویل: "د افغانستان د وضعیت په اړه به خبرې وکړو، هلته چې ډېر موارد سمې خوا ته نه درومي. د بدترېدو لور ته روان دي په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره. یو کال وروسته به د افغانستان حالات لا خراب شي." تر دې وړاندې د اروپايي اتحادیې چارواکو پر ښځو د بندیزونو په خاطر اندېښنې ښکاره کړې وې. طالبان افغان نجونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولکي... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په نوښار کې د خوشال خان خټک په یاد غونډه شوې ده

د نومبر پر ۲۷مه د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د نومیالي شاعر او لیکوال او د پښتنو پخواني ولسي مشر خوشال خان خټک په یاد کې غونډه وشوه چې خوشال کور سازمان جوړه کړې وه. غونډې ته نومیالي لیکوالان، شاعران او ولسي خلک ورغلي ول او پکې د مشاعرې تر څنګ د موسیقۍ محفل هم جوړ شوی وو. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

ښځینه افغان سرتېرې چې اوس له اقتصادي ستونزو سره جنګېږي

د افغانستان د مخکېني حکومت د ملي اردو یو شمېر ښځینه غړې اوس‌مهال په دغه هېواد کې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی شکایت کوي، سره له دې چې د خپلو کورنیو یوازنۍ سرپرستې دي، اوس د بې‌برخلیکۍ شپې او ورځې سبا کوي.

Mashaalradio.com 

له اېچ ای وي څخه د ځان ساتلو څه لارې دي؟

نن په روغتیا او درملنه خپرونه کې پر اېچ ای وي او اېډز غږېدلي یو. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اېچ او) هر کال د ډېسېمبر دویمه د اېچ ای وي او اېډز په اړه د اګهۍ خپرولو او د وایرس د انتقال مخنیوي د لارو چارو عملي کولو ته ځانګړې کوي. نن په خپرونه کې اورئ چې اېچ ای وي څه ډول جراثیم دي؟ څنګه وجود ته داخلېږي او که پر وخت یې درملنه و نه شي نو مریض څنګه په اېډز اخته کېږي؟ خپرونه د غږ په ځای کې واورئ.

Pa.azadiradio.com 

د رباني کهر په مشرۍ پاکستانی پلاوی کابل ته ځي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د حنا رباني کهر په مشرۍ به یو پلاوی سبا د نومبر ۲۹مه کابل ته سفر وکړي. له پاکستان نه یو پلاوی د سې شنبې په ورځ کابل ته سفر کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ به یو پلاوی د نومبر په ۲۹مه کابل ته سفر وکړي. په دغه خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه یو ورځني سفر کې به د دوه اړخیزو اړیکو په ګډون د تعلیم، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د همکارۍ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د کرونا ویروس پېښو زیاتوالی؛ تېره یوه اونۍ کې ۵ کسان مړه شوي

په کابل کې د افغان جاپان روغتون مسوولان وايي، د هوا په سړېدو سره د کوېډ۱۹ ناروغانو شمېر زیات شوی او یوازې په تېره یوه اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي. د دې روغتون سر طبیب ډاکتر طارق اکبر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، یوازې په تېره اونۍ کې پنځه کسه ترې مړه شوي دي. اکبر وویل: "د هوا په سړېدو سره افغان جاپان روغتون ته د مراجعینو په شمېر کې زیاتوالی راغلی. اوسمهال موږ په بستر کې ۴۰ ناروغان لرو چې ډېری یې شدیدې نښې نښاني لري او په ټوله کې مراجعین د تېرې اونۍ په پرتله زیات شوي." نوموړی دغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر قاچاقي لارو کې د افغان ځوانانو مړینه؛ افغانان ولې وطن پرېږدي؟

یو شمېر کورنۍ وايي، ځوانان یې اروپا ته په قاچاقي لارو کې وژل شوي او دوی یې بېرته په ډېرې سختۍ جسدونه ترلاسه کړي. اصف خان د پکتیا ولایت اوسېدونکی و چې په وطن کې د بې کارۍ له امله اړ شو اروپا ته د تګ نیت وکړي، خو د ترکیې او یونان په ځنګلونو کې لادرکه شو. د اصف خان د تره زوی علي احمد دروېش ازادي راډيو ته وویل، قاچاقبر هغه په ځنګل کې په دې خاطر یوازې پریښی و چې نور یې پلی مزل نه شوای کولای. د دروېش په خبره، قاچاقبر اصف خان ته یوازې یو بوتل اوبه پرېښې وې او نور یې د خوراک لپاره هېڅ هم ورکړي نه و او له همدې یې په ځنګل کې ساه ورکړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې پر پوځ یو انتقاد کوونکی سناتور نیول شوی

په پاکستان کې یو سناتور، چې پر پوځ یې انتقادونه کړي و، نیول شوی دی. پاکستاني چارواکي وايي، د دغه هېواد فدرالي تحقیقاتي ادارې یا ایف بي آی پرون (یکشنبه) د سناجرګې غړی اعظم سواتی، چې په تحریک انصاف ګوند پورې تړاو لري، ونیوه. ویل شوي چې اعظم خان سواتي پر خپله ټویټرپاڼه پر پوځ انتقادونه کړي وو. پر نوموړي تور پورې شوی چې د پوځ پر ضد یې پاروونکي الفاظ کارولي دي.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو دفاع وزارت د دوو الوتکو د ترميم خبر ورکړی

د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت وايي چې د دوی د هوايي ځواک تخنیکي متخصصانو دوې نورې الوتکې هم ترمیم کړي دي. د طالبانو د دفاع وزارت وياند عنایت الله خوارزمي رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې، د دوی تکنېشنانو دوې اې این ۳۲ او اې این ۲۶ الوتکې ترمیم او الوت ته چمتو کړي دي. تر دې وړاندې هم خوارزمي د ترکیې انادولو خبري اژانس ته ویلي و چې، دوی شاوخوا ۷۰ الوتکې او هليکوپتر ترمیم کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

ډنډ پټان سره پر پوله تړلې لار پرانيستل شوه

د پکتیا ولایت په ډنډ  پټان ولسوالۍ او د خیبر پښتونخوا د کورمې ایجنسۍ د خرلاچۍ د سیمې ترمنځ د تګ راتګ لار، چې د وروستیو نښتو له کبله بنده شوې وه، پرون بېرته پرانیستل شوه. د پاکستان د بشري سرچینو د پراختیا فدرالي وزیر ساجد حسین توري پرون په سیمه کې د ډیورند کرښې د دواړو خواوو د قومونو په یوه جرګه کې ګډون وکړ او په ترڅ کې یې پرېکړه وشوه چې د دوو خواو ترمنځ د تګ راتګ لاره باید فوراً خلاصه شي. د دې لارې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو ترمنځ سوداګري او کاروبار په ټپه درېدلی و. د پاکستاني چارواکو او... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې نن د پوليو ضد واکسين کمپاين پيليږي

په پاکستان کې نن د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد څه باندې ۳۲ میلیون ماشومانو ته د واکسیناسیون کمپیان پیلېږي. په لومړي پړاو کې به په بلوچستان، اسلام اباد، سیند او پنجاب کې او په دوهم پړاو کې به د دسمبر له پنځمې نېټې څخه په خیبر پښتونخوا کې د پولیو کمپاین عملي شي. پاکستان او افغانستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ناروغي په‌کې له منځه نه‌ده تللې. په افغانستان کې هم د شنبې له ورځې د پولیو او شري پر ضد د واکسین عمومي کمپاین پیل شوی او لا هم دوام لري.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت خبريالانو سره ناسته کړې؛ خبريالان: مالوماتو ته لاس‌رسی کم شوی

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت چارواکو د رسنیو فډارسیون له پلاوي سره په ګډه، چې د همدې وزارت د رهبرۍ له‌خوا ټاکل شوی، نږدې درې اوونۍ وړاندې په افغانستان کې له ځینو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو لیدنه کړې. د دې وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته استول شوي پیغام کې ویلي، دې پلاوي د خبریالانو او رسنیو ټولې ستونزې اورېدلي او د حل په لارو چارو یې بحث شوی. نوموړي ويلي: "له دې پلاوي زموږ هدف دا و چې یو اړیکه جوړه شي، ننګونې واورېدل شي او د حل لپاره یې د رسنیو له استازو واورېدل شي او حل لارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د چين په شانګهای کې د لاريونوالو او پوليسو ترمنځ شخړه شوې

د چین په تر ټولو لوی او د نړیوالې سوداګرۍ په ښار شانګهای کې دغه مدني حرکتونو په تېره یوه لسیزه کې چې ولسمشر شي جین پینګ واک ته رسېدلی، بې ساري بلل شوي دي. په ټول چین کې خلک د ولسمشر د هغې تګلارې په اړه ناهیلې دي چې نژدې درې کاله وړاندې يې د کورونا د صفر کولو په تړاو لاسلیک کړه. د نړۍ په دغه دویم لوی اقتصادي هېواد کې لا هم کورونا ورځ تر بلې خلکو ته درانه تلفات اړوي. رویټرز خبري اژانس د یوه مظاهره کوونکي خبرې را اخیستي چې ویلې یې دي: "زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې هېواد سره مې مينه لرم، خو خپل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر افغان مېرمنې: د غږ پورته کولو حق راڅخه اخيستل شوی دی

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې چې دا مهال په افغانستان کې دي وايي، ورځ تر بلې په کور دننه د افغان نجونو او ښځو لپاره د عدالت غوښتنې غږونه مخ په ټپېدو دي. دوی چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته، څو ځل سړکونو او واټونو ته راوتي او د نجونو او ښځو لپاره یې د زده‌کړو، کار او برابرۍ لپاره غږ پورته کړ وايي، اوس تر دې کچې تر فشار لاندې دي چې له کوره د وتلو حق هم ترې اخيستل شوی. د ښځو د حقونو یوه فعاله، چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته یې وویل: "له... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د عراق موصل کې ښځې چتربازي زده کوي

د عراق په موصل ښار کې یوې ادارې د ښځو د چتربازۍ (پیراګلایډېنګ) ښوونځی پرانیستی دی. د هغې ادارې چارواکي وايي، په عراق کې پخوا هم ښځو چتربازي کوله خو هغه لوبه په وروستیو کلونو کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو له وجې نه کېده. نور د رویټرز اژانس په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو عالي کمېشنرۍ جوزجان کې ۵۸۰۰ کسانو ته لمريزه برښنا برابر کړې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنرۍ وايي، په جوزجان کې یې ۵۸۰۰ کسانو ته لمریزه برښنا برابره کړې ده. دغې ادارې پرون په ټویټر کې ولیکل، چې د لمریزې برښنا په واسطه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د پاکې انرژۍ زمینه برابرېږي. په افغانستان کې په وروستیو کې د برښنا پرچاوي داسې وخت زیاته شوې، چې هوا هم سړه شوې او خلک وايي د ځانونو تودولو لپاره کافي امکانات نه‌لري.

Pa.azadiradio.com 

د سوماليا حکومت د ۲۰ بهرني وګړو تر موندلو وروسته پلټنې پيل کړي

د سومالیا پولیسو پرون وروسته له هغې څېړنې پیل کړې، چې د الشباب افراطي ډلې تر ولکې لاندې سیمې ته نږدې ۲۰ بهرني وګړي وموندل شول. ادعا کېږي چې دغه کسان کب نیوونکي دي او د څو کلونو لپاره یرغمل وو. د سومالیا د پولیسو ویاند وویل، چې په دغو کسانو کې ۱۴ ایراني او ۶ فلسطیني وګړي شامل دي او د پوښتنو ګروېږنو لپاره توقیف شوي دي. د هغه په وینا له دې ډلې ځینې کسان د الشباب ډلې له‌خوا په ۲۰۱۴م کال کې او ځینې نور د ۲۰۱۹م کال په لومړیو کې د سومالیا په جنوب کې په هراردیري سواحلو کې تښتول شوي وو.

Pa.azadiradio.com 

د ترافيکي پېښې له امله د اوکراين او استونيا ۲۵ سرتېري روغتون ته لېږدول شوي

د اوکراین او استونیا ۲۵ سرتېري وروسته له هغې روغتون ته ولېږدول شول، چې د دوی بس موټر له یوې لارۍ سره په لاتویا کې ټکر شو. د دې پېښې په اړه د استونیا راډیو-ټلوېزیون شبکې پرون خبر ورکړ. دغه بس چې له تالین څخه ریګا ته روان وو د استونیا د پوځ له‌خوا کرایه شوی و. معلومه نه‌ده چې دغو اوکرایني پوځیانو په لاتویا کې څه کول. د دې بس موټر چلوونکی چې د شنبې ورځې په وروستیو کې د پېښې له کبله ټپي شوی و، ساه ورکړه.

Pa.azadiradio.com 

اوکرايني چارواکي: روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژيا له اټومي تاسيساتو ووځي

د اوکراین د اټومي انرژۍ د دولتي ادارې مشر وايي، روسي ځواکونه ښايي د زاپوروژیا له اټومي تاسیساتو څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي. پیټرو کاټین پرون (د نومبر ۲۷مه) وویل چې په دې اړه یې ځینې نښانې لیدلي. خبري اژانسونه راپور ورکوي چې د روسیې دا کار به د اوکراین په ختیځ کې د جګړې په ډګرونو کې لوی بدلون راولي. د مارچ په میاشت کې، روسي ځواکونو پر اوکراین تر یرغل څو اوونۍ وروسته د زاپوروژيا اټومي تاسیسات ونیول.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ نړیوال جام ته په مستقیمه توګه لار پیدا کړه

د کرېکټ نړیوالې شورا بېګا ناوخته اعلان وکړ چې، افغانستان د ۲۰۲۳ کرېکټ نړيوال جام ته په مستقيمه توګه لار پيدا کړه. په اعلامیه کې راغلي چې له سرېلانکا سره د افغانستان دویمه لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه پنځه امتیازونه په جدول کې ورسېدل او په همدې خاطر افغان ټیم د هند په کوربه‌توب د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام ته ووت. افغانستان دمګړۍ د سوپر لیګ په اووم مقام کې دی او دا اوه واړه لوبډلې نړیوال جام ته وتلي دي. افغانستان له سرېلانکا یوه لوبه ګټلې، یوه یې د باران په خاطر بشپړه نه‌شوه او سبا به وروستۍ لوبه ورسره لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د زابل په سيوري ولسوالۍ کې لسګونه کسان د تورې غاړې په ناروغۍ اخته شوي

د زابل په سیوري ولسوالۍ کې شاوخوا ۲۰۰ کسان د تور ټوخي/ تورې غاړې په ناروغۍ اخته شوي چې له دې جملې دوه ماشومان مړه شوي. د زابل د عامي روغتیا رئیس ډاکټر عبدالحکیم حکیمي ازادي رادیو ته وویل چې، یو روغتیایي ټیم سیمې ته رسېدلی تر څو د ناروغانو درملنه وکړي. د ښاغلي حکیمي په خبره د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنيوي لپاره ناروغانو ته لارښوونه شوې چې د روغتیايي ټیمونو د لارښوونې سره سم د څو ورځو لپاره له خپلو سیمو ونه وځي.

Pa.azadiradio.com 

ملاله يوسفزۍ د برېتانيا حکومت ته: د افغان ښځو د ملاتړ هڅو ته دوام ورکړئ

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د برېتانیا له حکومته وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو د ملاتړ لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړې پرون (نومبر۲۷) په لندن کې په یوه لاریون کې چې د افغانانو په ګډون د سلګونو کسانو له‌خوا ترسره شو، د نړۍ پر مشرانو نیوکه وکړه چې ولې د دې په خبره په افغانستان کې د نجونو د تعلیم لپاره غږ نه پورته کوي. ملاله چې په پاکستان کې د نجونو د زده‌کړې لپاره د طالبانو له‌خوا تر برید لاندې راغلې وه زیاته کړه ، پوهېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې له څومره ستونزو سره مخې دي. Читать дальше...



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России



103news.com — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Не нравится, не хотите слышать — не читайте, читаете — будьте взаимно вежливы и корректны в своих высказываниях. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — обозреватель новостей. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. 103news.com — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от 123ru.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.


Новости от наших партнёров в Вашем городе


103news.com — информационный сайт, транслирующий новости города Вашего города онлайн. Всё, что происходило и происходит в городе — в оперативной ленте ежедневных новостей в интерактивном режиме на сайте 103news.com.

Самые свежие новости Вашего города, а также полный архив ежедневных событий города с аналитикой, комментариями и прямыми ссылками на источники информации. Местные городские, авторитетные региональные и популярные федеральные новостные агентства и телеканалы — в одной ленте новостей, упорядоченные по времени публикации и с обязательным указанием первоисточника информации. Ничего лишнего. Всё о чём говорят, пишут в газетах и блогах, показывают по телевизору и транслируют в интернете — из первых рук.



103news.com — самый полный календарь значимых и не очень событий Вашего города, в Вашем городе и о Вашем городе вчера, сегодня и прямо сейчас — от пользователей нашего сайта в режиме онлайн. А также — актуальные статьи и мировые новости.

Если же Вы проживаете в городе Вашем городе или у Вас есть просто интересная информация о городе и горожанах мы всегда рады разместить её на нашем портале с указанием в публикации Вашего авторства. Пишите нам на электронный адрес: mail@29ru.net. Создайте свой блог и, если он будет интересен, то Вы получите совершенно бесплатно баннер и прямую ссылку на него, размещённую на всех страницах региональных интернет-ресурсов нашей веб-группы, а это — более 1 000 000 просмотров в месяц.







103news.com — быстрее, чем Я..., самые свежие и актуальные новости Вашего города — каждый день, каждый час с ежеминутным обновлением! Мгновенная публикация на языке оригинала, без модерации и без купюр в разделе Пользователи сайта 103news.com.

Как добавить свои новости в наши трансляции? Очень просто. Достаточно отправить заявку на наш электронный адрес mail@29ru.net с указанием адреса Вашей ленты новостей в формате RSS или подать заявку на включение Вашего сайта в наш каталог через форму. После модерации заявки в течении 24 часов Ваша лента новостей начнёт транслироваться в разделе Вашего города. Все новости в нашей ленте новостей отсортированы поминутно по времени публикации, которое указано напротив каждой новости справа также как и прямая ссылка на источник информации. Если у Вас есть интересные фото Вашего города или других населённых пунктов Вашего региона мы также готовы опубликовать их в разделе Вашего города в нашем каталоге региональных сайтов, который на сегодняшний день является самым большим региональным ресурсом, охватывающим все города не только России и Украины, но ещё и Белоруссии и Абхазии. Прислать фото можно здесь. Оперативно разместить свою новость в Вашем городе можно самостоятельно через форму.

Другие популярные новости дня сегодня


Новости 24/7 Все города России





Топ 10 новостей последнего часа




Новости России

Замена труб водоснабжения в Московской области

Прояснение причин СВО. План улучшения отношений. И дополнительно: "При чём здесь Ленин?"

Саша растёт, а липома – нет. Читатели aif.ru собрали деньги для Саши Шубиной

В России построят научные мегаустановки на экспорт


Москва

Разработчик гиперконвергентной платформы vStack и «Системный софт» подписали соглашение о партнерстве






Rss.plus

Всероссийский субботник пройдет на территории сервисного локомотивного депо «Москва-Сортировочная» 27 апреля!

Доходность инвестиций в недвижимость в Пскове составляет 10%

Предложения АИРР поддержала комиссия Госсовета

Она видит ложь: ТВ-3 начал съемки сериала «Лиса» с Олесей Фаттаховой

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин: в Москве откроют центры ментального здоровья



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Александр Розенбаум

Розенбаум высказался о пластических операциях




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Победа спортсменов Центра боевых искусств

Баскетболист ЦСКА Хэнлан назвал Москву лучшим местом для жизни

Игра в футбол на каблуках: как блогеры резко стали футболистками и решили завоевать новые горизонты


Мария Шарапова

Первая ракетка России рассказала об общении с Шараповой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Архангельск

В Архангельске прошло первенство Северо-Запада России по киокусинкай



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России