جنرال سيد عاصم منير د پاکستان د پوځ د نوي مشر په توګه دنده پيل کړه
نن د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال سید عاصم منير په رسمي ډول په دنده پیل وکړ. هغه په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکزي دفتر کې د جنرال قمر جاوید باجوه څخه د پوځ مشري ترلاسه کړه. د پاکستان حکومت د نومبر پر ۲۴مه د پوځ د نوي مشر په حیث د جنرال عاصم منیر اعلان کړی و. جنرال عاصم د پاکستان د پوځ ۱۷م مشر دی. د پاکستاني رسینو د راپورنو پر بنسټ جنرال عاصم د پوځ هغه لومړنی مشر دی چې له دې وړاندې يې د پاکستان د دوو پوځي استخباراتي ادارو اۍ اېس اۍ او اېم اۍ مشري کړې ده.