په جوزجان کې سلګونو کارګرانو لاریون کړی
دوی پهدې وروستیو کې له دندو ګوښه شوي وو او غواړي بیرته پر دندو وګومارل شي.
دغو کارګرانو ويلي چې د نامعلومو دلایلو پر اساس ۵۲۰ کارګران له دندو ګوښه شوي دي او د معادن او صنایع وزارت له خوا له تنقیص سره مخامخ شوي دي.
له لاریون کوونکو څخه یوه تن داسې وويل:" موږ خپل حق غواړو که په یوه دوو ورځو کې زموږ ستونزو ته لاسرسی ونهشي، موږ د لويې لارې په ګډون ټولې دولتي دروازې تړو او حکومت به بیا د شکایت حق نهلري."
پهدې حال کې د جوزجان د ولایتي شورا رئیس مولوي عبدالحی حیات وايي چې دا موضوع یې له ځايي او مرکزي چارواکو سره شریکه کړې ده او ستونزه به ډېره ژر حل شي.