ټرمپ ويلي چې د امریکا د خپلواکۍ په ورځ به تر ټولو لوی مراسم جوړ کړي
د جولای څلورمه په ټوله امریکا کې لمانځل کېږي. پهدې ورځ په ۱۷۷۶میلادي کال کې امريکا خپلواکي اعلان کړې وه.
ټاکل شوې ده په واشنګټن کې په رسم ګذشت سره د نن ورځې مراسم پیل شي او وروسته به ټرمپ وینا وکړي.
خلک یوازې پهدغو مراسمو کې په ټکټ پیرلو سره برخه اخېستلای شي.
د امریکا د پلازمېنې په مرکز کې به لږ تر لږه دوه ټانکونه ودرول شي او امریکا ته د ولسمشر تر سلامۍ وروسته له د موسيقۍ کنسرت پیل شي او بیا به د اورلوبې ننداره جوړه شي.
د ټرمپ مخالفانو ويلي چې دی د دغو مراسمو په نظامي او سیاسي کولو سره د خلکو مصارف زیاتوي او پخوا دا مراسم یوازې په خوړو، موسيقي او اورلوبو سره لمانځل کېدل.
تېر ځل په دا ډول مراسمو کې په واشنګټن کې لسیزې مخکې د امریکا ۳۳ ولسمشر هري ټرومن وینا کړې وه.