په کابل ښار کې د یوې احتمالي چاودنې مخه ونیول شوه
دا خبره د کابل امنیه قوماندان جنرال محمد روشندل تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ويې ویل چې دغه موټر پرون پنجشنبه د کابل په پغمان ولسوالۍ کې کشف او چاودېدونکي مواد یې شنډ کړای شول.
ده وویل: یو تېزرفتار موټر چې انفجاري مواد پکې ځای پرځای شوي وو، په پغمان ولسوالۍ کې د تلاشۍ په پوسته کې د پولیسو لاسته ورغی او انفجاریه مواد یې هم خنثی شول.
ښاغلي روشندل زیاته کړه چې دا یوکرولا ډوله موټر و چې ډرېور یې په تېښته بریالی شوی دی.
د هغه په وینا، دغه موټر له پغمان ولسوالۍ کابل ته روان و.
په چاودېدونکو موادو بار دغه موټر داسې مهال نیول کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ کابل د یوې زورورې چاودنې او له هغې وروسته د وسله والې نښتې شاهد و.
طالبانو د دې حملې مسؤلیت اخیستي و.
د چارواکو په وینا، پنځه واړه بریدکونوکي یې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.