د هسپانیا فوټبال لوبو پر سر کاپیسا کې یو کس خپل ورور وژلی
د کاپیسا ولایت پولیس ازادي راډیو ته وویل، تېره شپه د لسو بجو په شاوخوا کې د بارسلونا او النسیا ترمنځ د لوبې د پایلې له معلومېدو سره سم حشمت الله له خپل ورور امین اغا سره لفظي شخړه کړې او امین اغا یې په چاقو وهلی دی.
د کاپیسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش په وینا ټپي د علي بابا کلي روغتون کې ساه ورکړې ده.
شورش وايي، دغه پېښه د دې ولایت د دویمې حصې په کاریزي سیمه کې پېښه شوې او قاتل له سیمه تښتېدلی دی.
هغه زیاتوي، پولیس د قاتل د نیولو په لټه کې دي.