غني: ترکمنستان سره سوداګریزه راکړه ورکړه زیاتېږي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې اعلامیې له مخې ولسمشر دا موضوع د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره په کتنه کې وکړې.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، ټاپي یوازې د ګازو نل لیکه نه، بلکې افغانستان او سیمې ته لوی اقتصادي دهلیز دی، دا هغه پروژه او طلایي فرصت دی چې سیمې ته به اقتصادي او پراختیايي بدلونونه، پرمختګونه او فرصتونه راوړي.
ښاغلي غني زیاته کړه: "موږ غواړو له ترکمنستان سره د ټرانزیټ او سوداګرۍ په برخه کې خپلې همکارۍ او راکړې ورکړې لا زیاتې کړو، چې په افغانستان کې د اورګاډي پټلۍ غځېدل او پراختیا هم د دغو همکاریو یوه برخه ده."
د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، هېواد یې په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکاریو ته ژمن دی او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې او مسولین د دغو پروژو او همکاریو د تطبیق لپاره چې موخه یې له افغانستان سره همکاري او سیمه ییز اتصال دی ګډ کار وکړي.