جاپان د منځني ختیځ اوبو ته جنګي بېړۍ استولې
د جاپان هیليکوپټر ویجاړونکې تاکانامي بېړۍ نن (یکشنبه) توکیو ته نژدې له بندره روانه شوه څو په عمان خلیج کې د سوداګري مالونو او تېلو د بېړیو ساتنه وکړي.
د هغو تېلو، چې جاپان یې واردوي، په سلو کې ۹۰ له دې لارې تېرېږي.
چارواکي وايي، دا بېړۍ او ۲۰۰ عمله به یې د دوو الوتکو په وسیله هغه بېړۍ بدرګه کوي چې د جاپان بندرونو ته ځي.