ایران فضا ته سپوږمکۍ استوي
د دې ادارې رئيس مرتضی بیراري پرون فرانس پریس خبري اژانس ته په مرکه کې وویل د ظفر په نوم سپوږمکۍ به چې ۱۱۳ کیلو وزن لري د سیمرغ راکټ په وسیله تر مځکې ۵۳۰ کیلومتره لوړه واستول شي.
ده د سپوږمکۍ د توغولو دقیقه نېټه ونه ښوده.
د بیراري تر څرګندونو ۵ ورځې وړاندې د سپوږمکۍ په وسیله په اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاره شوه چې ایران فضا ته د سپوږمکۍ د لېږلو لپاره تیاري نیسي.
تر دې وړاندې د ایران ۳ هڅې ناکامې شوي دي.