تېر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰۰۰ قضیې ثبت شوي
که څه هم په افغانستان له څو کلونو راهیسې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ډېری پروګرامونه پلي شوي او د حقونو په اړه یې خلکو ته عامه پوهای ورکړل شوي خو لا د ښځو پر وړاندي تاوتریخوالي د اندیښنې وړ بلل کیږي.
د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰۴۱ قضیې ثبت شوي چې ۵۱ یې جدي پیښې دي.
د دغه وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ د یکشنبې په ورځ یوه خبري کنفرانس ته وویل،د دي پېښو له ډلې۴۰۱۰ قضیې د افغانستان عدلي او قضایي ادارو ته استول شوي دي.
هغې زیاته کړه: "په خواشینۍ سره چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ډيرې زړه بوږنوونکي او جدي پیښې رامنځ ته شوي،چې زمونږ د شميرو له مخي په دغو پیښو کې ۵۱ سلنه هغه پیښې وي چې ډيرې شدیدي دي."
د اغلې وردګ په خبره په جدي پېښو کې د وژنو، جنسي تيري، ځان وژنې او صحرايي محکمو پیښې شاملې دي.
د ښځو چارو وزارت د دغو تازه معلوماتو پر بنسټ، دا پیښې د تیر کال په پرتله یوازې ۱ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ښځو چارو وزارت ویانده رویا دادرس وايي، د تاوتریخوالي ډېرې پېښې په غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، تخار، ننګرهار او کابل شوي دي.
د ښځو چارو وزارت وایي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو بوږونکي وروستۍ قضیه د مرغومي په ۲۰ په فاریاب ولایت کې وه چې د لعل بې بې په نوم یوه میرمن د خپل میړه لخوا ناوړه شکنجه شوې وه او اوس هم په روغتون کې بستر ده.
د ښځو چارو وزارت وايي د دې قضیې په تړاو یو شمېر کسان نیول شوي او قضیې ته به رسېدنه وشي.