مزار کې د سوک وهنې تمریناتي کمپ فعالیت پیل کړی
د بلخ د بوکسېنګ فدارسیون رئیس اسدالله ارسلان نن ازاډي راډيو ته وویل، دغه کمپ چې په یو ساعت کې د سلو ورزشکارانو د تمرین کولو ګنجایش لري، بلخي ځوانانو ته رشد او پرمختګ لپاره جوړ شوی.
ښاغلی ارسلان زیاتوي، چې دغه کمپ یوازې د نارینو په برخه کې فعالیت کوي.
اسدالله ارسلان وايي، په راتلونکي کې په پام کې لري، چې په دغه کمپ کې ښځینه ورزشکارانو ته هم د تمرین زمینه برابره کړي.