غزني کې د سنوکر ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي
د افغانستان د بدني روزنې ریاست د مطبوعاتو مسوول مجیب قاري زاده نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سیالۍ تېره ورځ پيل شوي، چې د دغه ولایت د اتو کلپونو ۴۰ لوبغاړو به په خپلو کې سیالۍ وکړي.
د ښاغلي قاري زاده په خبره دغه سیالۍ به یوه اوونۍ دوام وکړي او د غزني د سنوکر منتخب ټیم لپاره به په کې درې غوره څېرې انتخاب شي.