ماشومتوب او د ۳۰ کسانو سرپرستي
دولس کلن احمد ضیا ته د کورنۍ د نږدې ۳۰ غړو سرپرستي ور په غاړه ده.دی مجبور دی چې هره ورځ ښوونځي ته د تګ په ځای د فیروز کوه غره سر ته افغان سرتېرو ته د میاشتې څلور زره افغانیو په بدل کې اوبه یوسي.منصور خسرو راپور جوړ کړی چې فریدالله سعادت یې وړاندې کوي: