د کويټ هوايي چلند ادارې سينګاپور او جاپان ته الوتنې ځنډولي
د کويټ خبري اژانس کُنا راپور ورکړى، چې دا اقدام د کرونا وايروس د خپرېدو له ویرې اخیستل شوى دى.
اژانس وايي دا بيان د کويټ د روغتيا وزارت له لارښوونې سره سم خپور شوى دى.
کويټ تېره شنبه د کرونا وايروس له کبله خپلې الوتنې جنوبي کوريا، ايران، ټايلنډ، ايټاليا او عراق ته هم وځنډولې.
په کويټ کې د کرونا ٩ پېښې ثبت شوي، چې چارواکي وايي په دې وايروس ټول اخته کسان له ايرانه ورغلي دي.