ننګرهار کې د اوبو ۳۰ بندونه جوړېږي
چارواکي وايي، د اوبو د دغو بندونو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوي دي.
د والي وياند عطا الله خوږياڼي پرون ازادۍ راډيو ته په دې اړه وويل: "په ننګرهار کې د ٣٠ ډيمونو يا وړو بندونو د سروې او ډيزاين چارې بشپړې شوې دي، د عملي کار د پيل لپاره يې قرار دادونه مرکز ته لېږل شوي، چې منظور شي، له دې سره به په دې ولايت کې د اوبو په برخه کې ډېره ستونزه حل شي."
د افغانستان په زياتو ولايتونو کې خلک شکايت لري، چې د سيندونو اوبه ګاونډيو هېوادونو ته بهېږي او دوى زياته ګټه نه شي ورڅخه اخيستلاى.