چارواکي: پکتیا کې ١٦٨ښونځیوو ته ودانۍ جوړېږي
د والي وياند عبدالله حسرت پرون ازادۍ راډيو ته وويل، په پام کې ده په ١٣٩٩لمريز کال کې په پکتيا کې د شاوخوا ٢٧ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت په لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شي.
هغه زیاته کړه: "د شاوخوا ٢٧ میليونه امريکايي ډالرو په لګښت ١٦٨ ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي، چې د ځينو چارې نيمايي ترسره شوي او پر يو شمېر نورو يې د هوا له نورمالېدو سره کار پيلېدونکى دى."
ښاغلى حسرت وايي، په دغو ١٦٨ ښوونځيو کې ١٠٣ ښوونځيو ته ودانۍ د کليو پراختيا وزارت د اقرا پروګرام، پاتې نورو ته يې ودانۍ د ښار جوړونې وزارت او نورو ادارو له خوا جوړېږي.
د پکتيا ولايتي چارواکي وايي په ١٣٩٨ل کال په دغه ولايت کې د ۶ میليارده افغانيو په ارزښت پرمختيايي بودجه لګول شوې ده.
خو د والي وياند وايي، د مچلغو بند په څېر د ځينو لويو پروژو کارونه د امنيتي ستونزو له کبله بشپړ شوي نه دي.