کندهار کې یوې موټر بم چاودنې ۳ پولیس وژلي او ۲۰ تنه ټپيان کړي
د کندهار یوې باوري امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت لپاره له نوم اخیستلو ډډه وکړه، خو تأیید یې کړه چې له چاودېدونکو موادو بار موټر سهار په څلورو بجو د شاه ولیکوټ امنیه قوماندانۍ مخ ته چاودنه کړې.
هغه وویل چې د ملي اردو د انټرنشنل په نوم لوی اکمالاتي موټر کې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.
چا د دې موټر بم چاودنې مسؤلیت نهدی اخیستی، خو د راپورونو په اساس شاه ولیکوټ چې د کندهار یوه نا امنه ولسوالۍ ده تر ډېره پهکې وسلهوال طالبان فعاله دي.