د روسي تاریخپوه دمیتري په بند محکومېدو په اړه د څارنوالانو غوښتنه
پر ده تور دی چې خپله لور یې په جنسي توګه ځورولې. دی او ملاتړي يې دا تورونه ردوي.
څارنوالانو په مسکو کې د کاریلیا څانګې د بشري حقونو د یاد ۶۴ کلن مدافع د محاکمې په وروستي پړاو کې د سې شنبې په ورځ (د جولای په اوومه) ګډون وکړ.
د دمیتري ملاتړي وايي چې پر ده دا تورونه ځکه لګول شوي چې ده د تاریخ داسې اړخ څېړلی چې د شوروي اتحاد هغه ستروالی چې کرملېنیې ښيي، تر سیوري لاندې راولي.
دمیتري لسیزې څېړنه کړې چې د شوروي اتحاد د دیکتاتور جوزف سټالین جرمونه بربنډ کړي، خو د ولادیمیر پوتین حکومت د دمیتري دا عمل تېری ګڼي.
په مې میاشت کې لسګونه روسي عالمانو، تاریخپوهانو، لیکوالانو، شاعرانو او سیاسي مخالفانو د کاریلیا عالي محکمې ته یو لیک ولېږه او پهکې يې د دمیتري د راخوشې کولو غوښتنه وکړه.
اروپايي ټولنې له روسي چارواکو غوښتي چې دمیتري راخوشې کړي.
دی په خپل کمپیوټر کې د خپلې لور د ناوړه عکسونو ساتلو په تور په ۲۰۱۶م کال کې ونیول شو. ده ورباندې لګېدلي تورونه رد کړي دي او ویلي يې دي چې دا عکسونه ناوړه نهدي، بلکې د کوچنیانو د ښېګړې ادارې د دې کوچنۍ د روغتیايي ودې معلومولو په هدف ورڅخه غوښتي وو.